پاکستان کې د لاريونونو پر مهال لس کسان وژل شوي
پاکستان کې د لاريونونو پر مهال لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، د پوليسو او پوځيانو په ګډون شاوخوا ۱۷۵۰ نور ژوبل او ۱۹۰۰ لاريونوال له امنيتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال نيول شوي دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، د پوليسو او د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيونې پر سر د قهرېدلو لاريونوالو تر منځ خونړۍ نښتې روانې وې چې له امله يې د پوليسو د مرکزونو په شمول ګڼې دولتي ودانۍ زيانمنې شوې.
د وضعيت د خرابېدو د مخنيوي لپاره حکومت په پنجاب، خيبر پښتونخوا او اسلام اباد کې پوځ راغوښتی دی.
پر پوځي تاسيساتو تر بريد وروسته د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې کلک غبرګون ښودلی او دا يې د يوې سياسي ډلې «خيانت» بللی دی چې له عامو وګړو د خپلو «محدودو او ځانغوښتونکو» ګټو لپاره استفاده کوي.
د لاريونونو پر مهال قهرېدلو لاريونوالو په اسلام اباد کې د پوليسو يوه دفتر، په لاهور کې د پوليسو يوه مرکز، په پېښور کې د پاکستان راډيو ودانۍ ته اور ورته کړی دی.