ملګرو ملتو د صهیونیسټي رژيم هوايي بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132660-ملګرو_ملتو_د_صهیونیسټي_رژيم_هوايي_بریدونه_وغندل
ملګرو ملتو د صهیونیسټي رژيم هغه هوايي حملې وغندلې چې له امله یې د فلسطین ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
(last modified 2023-05-10T06:42:09+00:00 )
May 10, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو د صهیونیسټي رژيم هوايي بریدونه وغندل

ملګرو ملتو د صهیونیسټي رژيم هغه هوايي حملې وغندلې چې له امله یې د فلسطین ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د ملګرو ملتو د ویاند مرستیال فرحان حق وویل: د مینځني ختیځ د صلحې د بهیر لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی غږملوونکی تور ونسلینډ، د اسرائیلو له پرونیو پوځي عملیاتو وروسته سخت اندیښمن شوی دی.

د ملګرو ملتو مرستیال ویاند زیاته کړه: په غزې باندې د اسرائیلو هوايي حملې د ۱۳ فلسطینیانو د شهادت او د څه باندې ۲۰ نورو د زخمي کیدو لامل شوې دي.

فرحان حق وویل: د غیرپوځي بیخي بیناؤ او ودانیو په شمول د صهیونیسټي رژیم ټولې حملې محکومې دي.

د ملګرو ملتو مرستیال ویاند د صهیونیسټي رژیم نوم ته له اشارې پرته زیاته کړه چې دغه حملې د ملکي وګړو د وژل کیدو سبب شوې دي او مونږ یې غندنه کوو.

له بلې خوا د ملګرو ملتو د امنیت شورا ځینو غړو هم د صهیونیسټي رژيم له بریدونو وروسته د غزې تړانګې د بدلونونو د څیړنې په لړ کښې د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.