یو ایراني ښوونکی افغان کارګرو ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي
حسن ګلچین نژاد هغه ایراني ښوونکی دی چې افغان ګارګرو ماشومانو ته د واټونو ترڅنګ د درې کلونو په موده کې زده کړې ورکړي دي.
نوموړی چې د ایران د خوزستان ولایت اړوند په دزفول ولسوالۍ کې اوسېږي، دا غوره او نیک کار په وړیا توګه ترسره کوي، موخه یې دا ده چې په ټولنه کې هېڅوک له زده کړو بې برخې پاتې نه شي، ولو که هغه د نورو هېوادونو وګړي او یا ماشومان وي.
ښاغلی ګلچین نژاد د ګارګرو ماشومانو د ښوونیزو توکو او وسایلو د چمتو کولو لپاره، دې ته اړ شوی څو خپل موټرسایکل وپلوري او دوی ته ښوونیز توکي او وسایل چمتو کړي.
دی وايي چې دا کار یوازې د خدای د رضا او خوښۍ لپاره ترسره کوي.
د معیاري ځای او د ښونیزو توکو نشتون هغه ستونزې دي، چې د ایران د ښونیزو برخو چارواکو ورته د رسېدو ژمنه کړې.
له دې سره، په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو څخه د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره، اوس هم له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندي دي او همدارنګه په پوهنتونونو کې د ښځینه زده کړیالانو پر زده کړو او په ټولنه کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دی.