-
مسکو ته د ایران د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د ایران او روسیې ترمنځ د هراړخیزو همکاریو سند لاسلیک کېږي
Dec 27, 2024 12:47په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي وویل: مسکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر په لړ کې به، د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیاوو جامع سند، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو«مسعود پزشکیان» او ولادیمیر پوتین" له خوا لاسلیک شي.
-
د یوریشیا په اتحادیه کې د ایران څارونکي غړیتوب ولې مهم دی؟
Dec 27, 2024 12:38د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، د یوریشیا په اقتصادي اتحادیه کې د ایران د څارونکي غړیتوب د هرکلي ترڅنګ، د تهران او د دغې اتحادیې د پنځو غړیو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقې عملي کېدل، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د تبادلې د نوي فصل په توګه یاد کړ چې بل ګام به د ټرانسپورت په برخه کې د همکارۍ پراخول وي.
-
ملګرو ملتونو پر یمن د اسرائیلو د بریدونو دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه
Dec 27, 2024 11:19د ملګرو ملتونو سرمنشي پر یمن باندې د صهیونیسټي رژیم حملې د اندېښنې وړ وبللې او د دغو حملو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
-
سږکال له ۱۰ زرو ډېر کډوال اسپانیا ته د رسېدو په موخه مړه شوي
Dec 27, 2024 10:41په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو یوه بنسټ ویلي چې سږکال له ۱۰ زره ډېر کډوال د سمندر له لارې دغه هېواد ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
-
د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکې غورځېدو پېښه کې ۲۸ تنه ژغورل شوي
Dec 25, 2024 14:11د اذربایجان يوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان پکې سپاره وو د قزاقستان په اکتایوي هوايي ډګر کې راغورځېدلې، چې د دوو ماشومانو په ګډون، ۲۸ تنه ژغورل شوي.
-
د اسرائیلو لخوا د اسماعیل هنیه د ترور د مسئولیت منلو په اړه امنیت شورا ته د ایران لیک
Dec 25, 2024 12:47په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د سه شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه لیک کې، د اسرائیلو له خوا د حماس د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه د ترور د مسئولیت پر منلو ټینګار وکړ.
-
د آذربایجان له ۷۲ مسافرو ډکه الوتکه قزاقستان کې نسکوره شوه
Dec 25, 2024 09:41د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې، د آذربایجان هېواد یوه الوتکه چې ۷۲ مسافر یې روسیې ته لېږدول، د قزاقستان په اکتاو ښار کې نسکوره شوې ده.
-
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
Dec 25, 2024 09:37په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
-
د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په جنوبی ختیځ سخته بمباری وکړه
Dec 25, 2024 01:55د پاکستان د پوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیر عامو خلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.
-
په مختلفو زمینو کې د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په پراختیاټينګاروشو
Dec 25, 2024 01:31تهران ریډیو- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر په مختلفو زمینو کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ پر پراختیا ټينګار وکړ.