غزه په ځنکدن کښې ده / ملګرو ملتو د خطر ټلۍ ووهله
(last modified Tue, 08 Jul 2025 08:18:07 GMT )
Jul 08, 2025 12:48 Asia/Kabul
  • غزه په ځنکدن کښې ده / ملګرو ملتو د خطر ټلۍ ووهله

په ملګرو ملتو پورې اړونده سرچینو د مرسته رسونې په لاره کښې د نیواکګرو د پوځ کارړنګونې او د غزې د وږو خلکو هدف ګرځولو په دغه سیمه کښې د خطر ټلۍ کړنګولې ده.

په ملګرو ملتو پورې اړونده سرچینو ویلي چې صهینیسټي رژیم لاهم، غزې ته د مرستې رسونې پورې اړونده طرحو په لاره کښې خنډونه اچوي.

د ملګرو ملتو ویاند سټیفن ډوجاریک په عین حال کښې وویل چې د غزې له هرو دریو کسانو څخه یو کس، له څو ورځو نه څه نه دي خوړلې.

هغه زیاته کړه: اسرائیلي چارواکي باید د انساني مرستو د ویش د ضمانت لپاره ټولې پولې خلاصې کړي او د انساندوستۍ د نړیوال قانون مطابق عمل وکړي.