-
په نيمروز کې پر نشه يي توکو ٢٧ روږدي کسان مړه شوي
Dec 31, 2024 13:55په نیمروز کې ځايي سرچینې وایی چې په تېرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې د لوږې او د سرپناه د نه لرلو له امله پر نشه یی توکو ۲۷روږدي کسان مړه شوي دي.
-
په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
Dec 31, 2024 11:48د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو د مرکز د کلني راپور له مخې، ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
-
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له شهباز شریف سره لیدلي
Dec 31, 2024 08:05د پاکستاني دولتي رسنۍ ویلي چې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره له ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي.
-
حامدکرزي پر پکتیکا د پاکستان بمباري د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی
Dec 25, 2024 10:12د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره تېری بللی دی.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
پر غزې د صهیونیسټي یرغل له پیل راهیسې ۱۴ زره ۵۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي
Dec 24, 2024 04:04د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه راهیسي پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه ۱۴ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په شهادت رسول شوي دي.
-
د فلسطيني مبارزانو په عملياتو کې يو شمېر صهيونيستي پوځيان په هلاکت ورسېدل
Dec 24, 2024 04:01د القسام کنډک پرون په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: په یو لړ پېچلو عملیاتو کې د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په سیمه کې یوې ودانۍ ته په ننوتلو سره، د دغه کنډک مبارزانو درې صهیونیسټان هلاک کړل او د هغوی وسلې یې هم ترلاسه کړې.
-
افغانستان کې د تېر حکومت څه باندې ۱۱ زره پوځیان مړه او بندیان شوي دي
Dec 24, 2024 03:01په افغانستان کې د مخکیني جمهوري نظام د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې، طالبانو د خپل حکومت په درې کلنه دوره کې له ۳۴۰۰ څخه ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او موموز ډول وژلي دي.
-
ترکیه په سوریه کې د ثبات د رامنځته کولو هڅې کوي
Dec 20, 2024 02:25د ترکیې ولسمشر په سوریه کې د یووالي او ثبات په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره د انقرې د چمتووالي خبره کړې ده.