د صهیونیسټي رژیم د دردناک پایته رسېدو پیل
د صهیونیسټي رژیم د ترهګریز عمل پر وړاندې د ایران غبرګون به د پخوا په پرتله توپیر ولري او یقینا اسرائیل به د سقوط تر کندې پورې ورسوي، او د نتنیاهو دا تېروتنه کولای شي د صهیونیسټي رژیم د شتون لپاره د پای ټکی وي.
د تسنیم خبري اژانس په حواله؛ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د ترهګریز جنایت له امله، یو شمېر وګړي، پوځي قوماندانان او اټومي ساینس پوهان په شهادت ورسېدل.
په دغو بریدونو کې، چې په تهران او ځینو نورو ښارونو کې وشول، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي، د خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال غلام علي رشید، د هېواد اټومي ساینس پوهان فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي او همدارنګه یو شمېر په شهادت ورسېدل.
دا برید په داسې حال کې وشو چې حتی په نیواکي سیمو کې، ډېری اسرائیلي شنونکو او سیاستوالو، د دې رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په دې تورن کړی چې په قصدي ډول یې د خپل حکومت او شخصي ګټو د ساتنې لپاره په سیمه کې د جګړې د خپرېدو لپاره لمن وهلي.
بې له شکه اسرائیل به د دې جنایت لپاره درنده بیه ورکړي.