-
تېرکال افغانستان کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي
Feb 19, 2026 20:25د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې پکې د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی. د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.
-
د بهرنیو رسنیو تمرکز پر ایران؛ شمېرې څه وایی؟
Feb 17, 2026 12:43پارس ټوډی – د ټولنیزو شبکو د ډیټا تحلیل ښيي چې بهرنۍ فارسي ژبې رسنۍ په ایران ډېر پام کوي؛ داسې تمرکز چې د معمولي جمعیتي او رسنیزو الګوګانو څخه پورته ارزول کېږي.
-
شمخاني: د ایران پر ضد هر ډول بلاغوښتنې ته قوي او پرېکنده ځواب ورکوو
Feb 14, 2026 02:33پارس ټوډې – د ایران د دفاع د عالي شورا منشي وویل: موږ به د ایران پر ضد هر ډول بلاغوښتنې ته قوي، پرېکنده او مناسب ځواب ورکړو.
-
د اټومي مذاکراتو په اړه له عراقچي سره د قبرس د بهرنیو چارو د وزیر ټلفوني خبرې
Feb 14, 2026 02:27د قبرس د بهرنیو چارو وزیر کنستانتینوس کمبوس چې هېواد یې دا مهال د اروپايي ټولنې پړاویز مشرتوب پر غاړه لري، د جمعې په ورځ له سید عباس عراقچی سره په ټلفوني اړیکه کې، د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د نوې دورې د پیل هرکلی وکړ او د خبرو د دوام او د تاوتریخوالي د کمولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
-
ایران خپلې رېللارې د افغانستان له لارې له چین سره نښلوي
Feb 14, 2026 02:25ایران یو پلان وړاندیز کړی چې خپله رېللاره د افغانستان له لارې له چین سره ونښلوي. د ایراني چارواکو په وینا، دا لاره د چین او ایران ترمنځ د توکو د لېږد واټن لنډوي او حتی تر اروپا پورې د رېلګاډي مستقیم تګ راتګ ممکنولی شي.
-
په غزې کې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم تر کنډوالو لاندې دي
Feb 14, 2026 02:15د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي چې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم د غزې په بېلابېلو سيمو کې د نړېدلو ودانيو تر کنډوالو لاندې پاتې دي. د دغې ادارې وياند وایي، تر ۳ زرو زيات کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخليک په اړه هېڅ ډول کره معلومات نشته.
-
د سلواغې په ۲۲مه د ایراني ولس له ستر کار څخه د اسلامي انقلاب د رهبر مننه
Feb 13, 2026 11:12پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د سلواغې په ۲۲مه د خلکو ستر او میلیوني ګډون، د اسلامي جمهوریت د عزت او ځواک د زیاتوالي لامل وباله او ویې ویل چې دې پراخ ولسي حضور د دښمنانو هغه هیله ماته کړه چې غوښتل یې د ایران ولس تسلیم کړي. هغوی د دې ستر ولسي حرکت له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ټول یې د ملي یووالي ساتلو ته بلنه ورکړه.
-
ولې گروسي د ایران د یورانیمو د بډاینې پر حق باندې اعتراف وکړ؟
Feb 13, 2026 12:11پارسټوډې – د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافائل گروسي، ومنله چې ایران د اټومي وسلو د نهخپرېدو د تړون (NPT) غړی دی او د یورانیمو د بډاینې قانوني حق لري.
-
خبرونه | ایران د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ د کمیسیون مرستیال رئیس وټاکل شو / د عربانو اکثریت له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو مخالف دی
Feb 13, 2026 11:38پارسټوډې – د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د ټولنیز پرمختګ د کمیسیون د ۶۵مې دورې لپاره د یوه کال په موده د مرستیال رئیس په توګه وټاکل شو.
-
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه: راډيوګانې د فعالیت د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري
Feb 13, 2026 11:06د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه وايي، سره له دې چې په هېواد کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي، خو د دغو رسنیو مالي ناپایداري او د هغو د کارکوونکو د لویې برخې د حقوقي تضمین نهشتون، د راډیوګانو د فعالیت د دوام راتلونکی له جدي اندېښنې سره مخ کړی دی.