عراقچي: نړیوال حقونه د انتخابي استفادې اوزار نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171674-عراقچي_نړیوال_حقونه_د_انتخابي_استفادې_اوزار_نه_دي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه یادښت کې په خپلې شخصي پاڼې کې د نړیوالو حقونو پر دوه ګوني معیار باندې نیوکه وکړه او ولیکل: نړیوال حقونه د انتخابي استفادې اوزار نه دي.
(last modified 2026-03-27T03:47:53+00:00 )
Mar 27, 2026 08:15 Asia/Kabul
  • عراقچي: نړیوال حقونه د انتخابي استفادې اوزار نه دي

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه یادښت کې په خپلې شخصي پاڼې کې د نړیوالو حقونو پر دوه ګوني معیار باندې نیوکه وکړه او ولیکل: نړیوال حقونه د انتخابي استفادې اوزار نه دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپلې شخصي پاڼې کې ولیکل: امریکا د اسرائيلو له لورې د غزې له کلابندۍ ملاتړ وکړ او امنیتي ادعاوو باندې په تکیې سره، د انساني مرستو لارې یې بندې کړې؛ مګر له دې سره هممهاله ایران له خپله ځانه په دفاع کې په هرمز تنګي کې غندي.

نوموړي په دوام کې ولیکل: دا هماغه دوه ګونی معیار دی.

عراقچي زیاته کړه: د اسرائیلو جنایتونه منل کېږي، په داسې حال کې چې د یرغلګرو پر وړاندې د ایران دفاع غندل کېږي. نړیوال حقونه د انتخابي او مصلحتي استفادې اوزار نه دي.