امریکايي پوځي شنونکی: ایران برلاسی دی / تهران پیاوړی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171682-امریکايي_پوځي_شنونکی_ایران_برلاسی_دی_تهران_پیاوړی_شوی
پارس‌ ټوډې – د امریکا د سمندري ځواک پخوانی استخباراتي شنونکی د دې په بیان سره چې واشنګټن او تل ابیب پر تهران باندې په پوځي یرغل کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوي دي، ټینګار وکړ: ایران په اوسنۍ جګړه کې، برلاسی دی.
(last modified 2026-03-27T03:58:59+00:00 )
Mar 27, 2026 08:27 Asia/Kabul
  • امریکايي پوځي شنونکی: ایران برلاسی دی / تهران پیاوړی شوی

پارس‌ ټوډې – د امریکا د سمندري ځواک پخوانی استخباراتي شنونکی د دې په بیان سره چې واشنګټن او تل ابیب پر تهران باندې په پوځي یرغل کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوي دي، ټینګار وکړ: ایران په اوسنۍ جګړه کې، برلاسی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د امریکا د سمندري ځواک پخوانی استخباراتي شنونکی سکاټ ریټر له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه زیاته کړه: ایران او امریکا خپلې پوځي سرچینې پایته نه دي رسولي او د راتلونکو میاشتو لپاره د جګړې دوام ته چمتو دي، مګر ایران برلاسی دی.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي کمیسیون پخواني نظارت کوونکي زیاته کړه: امریکا هغه زبرځواک دی چې د میاشتو میاشتو لپاره د جګړې د دوام وړتیا لري او له بلې خوا، ایران هم څه باندې ۲۰ کلونه کېږي چې د دې جګړې لپاره چمتو شوی دی او همدارنګه دا وړتیا لري چې ډېرې میاشتې جګړې ته دوام ورکړي.

ریټر په دوام کې وویل: اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چې کوم لوری کولای شي په ډېرې برترۍ سره دې نښتو ته دوام ورکړي؟ دلته دی چې ایران برتره دی.

دې امریکايي شنونکي د دې په بیان سره چې پر ایران باندې د امریکا پلان له ماتې سره مخ شو، وویل: موږ هڅه وکړه چې ایران نسکور کړو، د هغه د له منځه تلو لامل شو، د هغوی توغندیزې وړتیاوې له منځه یوسو او بیا ایران ته ماتې ورکړو. امریکا او اسرائیلو وتوانېدل د ایران لوړ رهبر او نور ایراني لوړ پوړي چارواکي ترور کړي، مګر د ایران نظام ډېر پیاوړی وو او له ګډوډۍ سره مخ نشو.

نوموړي زیاته کړه: د ایران نظام حتی لاهم پیاوړی شو، ځکه چې د ایران خلک د خپل هېواد له واکمنۍ څخه په دفاع کې سره راټول شول، له همدې امله دلته موږ د امریکا او اسرائيلو د ماتې شاهدان یو.

د امریکا د سمندري ځواک دې پخواني استخباراتي شنونکي پر دې باندې په ټینګار سره چې په دې یرغل کې ایران د بریا ډېر چانس په واک کې لري، څرګنده کړه: لکه څنګه چې شرایطو وښوده، ایران لا هم د اسرائيلو، په سېمه کې د امریکايي اډو او فارس خلیج عربي هېوادونو کې پر ځانګړو اهدافو باندې د توغندیو او ډرون د کارولو ډېرې پیاوړې وړتیاوې لري.

سکاټ ریټر څرګنده کړه: ایرانیان د شاتګ لپاره هېڅ هوډ نه لري او دا په داسې حال کې دی چې امریکا خپل لیري واټن ویشتونکي مهمات، کروز توغندي او هوا ته ویشتونکي توغندي ختم کړي دي او اوس مجبوره ده له خپلو پخواني بمونو څخه کار واخلي.