بقايي: تر هروخته چې اړتیا وي له ایرانه دفاع ته دوام ورکوو
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: ایران، د یرغل لپاره له ډیپلماسۍ څخه ناوړه ګټه اخیستل او دوکه تجربه کړې ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ: تر هر وخته چې اړتیا وي له خپله هېواده دفاع ته دوام ورکوو؛ ځکه چې دا جګړه، د ایران انتخاب نه دی بلکې زموږ پر هېواد باندې تپل شوې ده.
بقايي پر نړیوال اقتصاد باندې د دې جګړې د اغېزو په تړاو وویل: تاسو د تیلو او خوراکي توکو د بیو د لوړېدو په تړاو اندېښنه لرئ، مګر موږ د خپلو هېوادوالو د ځان په تړاو اندېښنه لرو چې په بې رحمۍ سره وژل او ټپیان کېږي.
نوموړي ډيپلماسۍ ته د ایران د ستنېدو په تړاو هم وویل چې د یرغلګرو له لورې دا ادعا د باور وړ نه ده؛ ځکه چې دوی خپله جګړه پیل کړه او ورته دوام ورکوي؛ آیا څوک کولای شي د ډیپلماسۍ په تړاو د دوی په ادعاوو باندې باور وکړي؟
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: موږ د یرغل لپاره له ډیپلماسۍ څخه ناوړه ګټه اخیستل او دوکه تجربه کړې ده؛ دا اقدامات د جنګي جنایتونو د ترسره کولو لپاره د دوی د هوډ ښودنه کوي.