-
د بخښنې نړیوال سازمان پر صهیونیسټي رژیم د بشپړه بندیز غوښتنه وکړه؛ د اروپا له پرېکړې ملاتړ
May 22, 2025 11:21پارس ټوډې – له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو بیاکتنې په تړاو د اروپايي ټولنې له پرېکړې د بخښنې نړیوال سازمان په هرکلي سره، دا اقدام یې "ناوخته مګر ضروري" وباله او له دې اشغالګر رژیم سره د ټولو اقتصادي او پوځي همکاریو پر سمدستي بندیز یې ټینګار وکړ.
-
له نړۍ سره زموږ د تعامل اساس، د ټولو حقونو ته درناوی دی
May 19, 2025 02:40پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: هیله لرم داسې یوه تفاهم ته ورسېږو چې باید په ځمکه کې د خپل ګډ کور په توګه، د حقیقت او عدالت د رامنځته کولو لپاره عمل وکړو.
-
د رڼا سرچینې - د ګنهکارانو د کار پای
May 18, 2025 10:38د خدای رسول (ص) د مشرکینو شور او غوغا او ځورونې ته له پاملرنې پرته، پر خپل رسالت باندې عمل کولو او د اسلام د خپرولو او د پراخې اغېزې لپاره یې، په ښکاره ډول د خلکو په منځ کې عبادت کولو.
-
د ۱۴۰۴ کال د کتاب نړیوال نندارتون ته کتنه
May 15, 2025 13:32په تهران کې د کتاب ۳۶م نړیوال نندارتون، د ایراني او بهرنیو خپرندویانو د پام وړ ګډون سره، خپلو وروستیو ورځو ته د رسېدو په حال کې دی. دا نندارتون نه یوازې د کتابونو د نندارې ځای دی، بلکې په ایران کې د خپرندویه صنعت د تنوع، تحرک او کلتوري پراخوالي لپاره هم یو بهیر دی. په کورني برخه کې، ۱۶۲۶ خپرندویان د نندارتون په تالارونو کې په حضوري ډول د مینوالو هرکلی کوي او په ورته وخت کې، له ۲۳۰۰ څخه زیاتو خپرویانو په مجازي ډول برخه اخیستې وه، چې ډېری یې په ورته وخت کې په حضوري ډول هم په فعالیت بوخت دي.
-
د ایران د ستر حماسي شاعر او د یووالي د پیغام رسوونکي د حکیم ابوالقاسم فردوسي د لمانځنې ورځ
May 15, 2025 09:52پارس ټوډی - نن د مې ۱۵ (د ۱۴۰۴ کال د غويي ۲۵مه) د حکیم ابوالقاسم فردوسي، د ایران د حماسي شاعر او د شاهنامې لیکوال د لمانځنې ورځ ده، هغه اثر چې نه یوازې د ایران کلتوري میراث دی، بلکې د ټول بشریت لپاره یوه خزانه ده.
-
ټرمپ له چین سره د سوداګریز تړون په اړه د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز وکړ
May 14, 2025 07:38د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له چین سره د وروستي سوداګریز تړون په اړه کولای شي د چین له ولسمشر سره مستقیم خبرې وکړي.
-
د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر ومړ
May 14, 2025 07:17خوزه موخیکا، پخوانی چریک او د یوراګوای پخوانی ولسمشر چې په “پپه” مشهور وو، د ۸۹ کلنۍ په عمر ومړ.
-
په سوریه کې د علوي ښځو سیستماتیکه تښتونه؛ د الجولاني د حکومت تر بیرغ لاندې د داعش د جنایتونو بیا تولید
May 13, 2025 08:22پارس ټوډې - له هغه وخت راهیسې چې د الجولاني په مشرۍ هیات تحریر الشام ډلې د تېر دسمبر په میاشت کې د سوریې کنټرول په لاس کې واخیست، له دې رژیم سره تړلو وسله والو ډلو لخوا د لسګونو ځوانو مېرمنو، په ځانګړي ډول له علوي ټولنې څخه، د تښتولو په اړه وحشتناک راپورونه خپاره شوي دي.
-
عطوان: یمن د جګړې معادله بیا ولیکله؛ د صهیونیسټانو په کمپ کې ګډوډي
May 13, 2025 07:30پارس ټوډې - د عربي نړۍ یوه مشهور شنونکي د اشغال شویو سیمو په زړه کې د یمن بریالي بریدونو ته په پام سره، د صهیونیسټي رژیم د مشرانو مایوسۍ او ویرې ته اشاره کړې ده.
-
مقاومت د بې عدالتۍ په دور کې د معنی جوړښت دی
May 12, 2025 10:41د تاریخ په اوږدو کې، مقاومت د بشري ټولنو محرک ځواک وو. هر کله چې انسانان د ظلم او تیري پر وړاندې درېدلي دي، په عزت او آزادۍ کې د ژوند کولو لپاره نوې لارې خلاصې کړي دي. مقاومت د هر خلاقانه حرکت د پیل ټکی دی؛ کله چې یو هنرمند هېڅ سانسور نه مني، کله چې یو وګړی د تبعیض پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي، کله چې یو ملت د استعمار پر وړاندې مبارزه نه پریږدي، موږ په حقیقت کې د مقاومت د څرګندېدو شاهدان یو.