وطن او کډوالي (لسم مطلب)
په دې خپرونه کې به تاسو ته د يوې داسې کيسې په اړه ووايو چې ميليونونو خلکو تجربه کړې، خو کم کسان توانېدلي چې په بشپړه توګه يې بيان کړي: «کډوالي»، د دوو نړيو ترمنځ يو سفر، له سرحدونو بهر او د ذهن دننه.
يوه لنډه کيسه واورئ...
سهراب خپل بکس بند کړ. په زړه کې يې شوق او وېره وه. مور يې ورته وويل: «هر چېرته چې ولاړې، خپل ځان مه هېروه.»
په هوايي ډګر کې په لوډسپيکر کې د نوي ښار نوم وویل شو، خو د هغه د زړه غږ لا هم په زړو کوڅو کې ګرځېده.
مياشتې تېرې شوې. هغه نوې ژبه زده کړه، کار يې وموند، خو هره شپه له خوب څخه مخکې یې چت ته کتل او په ټيټ غږ يې ويل: «زه د نړۍ په کوم ځای کې ولاړ يم؟»
دا د سهراب کيسه، زموږ د ډېرو کيسه ده. د حرکت خوب، د تلو له کړاو سره مل دی. کډوالي يوازې له سرحدونو تېرېدل نه دي؛ دا د انسان د روح له يوې برخې څخه تېرېدل دي.
د اروا پوهنې له نظره، کډوالي يوه څو اړخيزه پديده ده. په بېلابېلو هېوادونو کې څېړنې ښيي چې نوي راغلي کډوال، په تېره بيا په لومړيو لسو کلونو کې، عموماً غوره رواني روغتيا لري.
دې پديدې ته د «سالم کډوال اغېز» ويل کېږي؛ يعنې په پيل کې هيله او ساتل شوی کلتوري هویت، د ساتونکي رول لري. خو د وخت په تېرېدو سره، جوړښتي فشارونه، تبعيض او د سمون ستونزې دا روغتيا کمزورې کوي.
په کاناډا کې د يمين لو (Yimin Luo) او روډريک بوجو (Roderic Beaujot) څېړنو ښودلې چې نوي کډوال د اصلي اوسېدونکو په پرتله، لږې رواني ستونزې لري، خو له يوې لسيزې وروسته دا واټن تقريباً له منځه ځي.
څېړنې دا هم ښيي چې لومړنی نسل، چې لا هم له خپل دوديز کلتور سره اړيکه لري، له رواني پلوه ډېر مقاومت لري؛ خو هغه نسل چې له نوي کلتور سره د يوځای کېدو په بهير کې دی، خپله رواني روغتيا ډېره په خطر کې ويني.
د کډوال په دننه کې، نه ليدونکې جګړې روانې دي...
بې غږه خو سختې جګړې، د خفګان او هيلې ترمنځ، د راتلونکې وېرې او بيا پيلولو شوق ترمنځ. روان بايد خپل ځان له سره جوړ کړي، لکه د يوه ساز په څېر چې ناڅاپه په نوي فضا کې غږول کېږي. په ظاهره، شايد هر څه عادي ښکاري: کار، ژبه، کوڅه. خو په دننه کې، زرګونه خاموشه زمزمې روانې دي. ورځني کوچني فشارونه، له نوې ژبې سره مخامخ کېدلو څخه نيولې، تر دې چې د خلکو چلند درک کړي، په تدريج سره راټولېږي او کله ناکله په لویو اضطرابونو بدلېږي.
د غربت احساس لکه سيوری د کډوال تر شا ګرځي، او له کورنۍ څخه لرېوالی کله ناکله د واټن له اصلي فاصلې څخه دروند وي. د راتلونکې په اړه اندېښنه او دا چې آيا دا پرېکړه سمه وه که نه، لکه دایمي څپه په ذهن کې تکرارېږي. کله ناکله خاموشي د هر څه ځای نيسي. هماغه احساسي خاموشي چې نه د بې احساسۍ له امله، بلکې د روان د زياتې ستړيا له امله رامنځته کېږي.
خو د دې ټولو فشارونو او بهرني غوغا تر شا، د کډوال په روان کې يو ډول ارام او اوږد خفګان جوړېږي...
يو پټ خفګان د پخواني کور لپاره، د مورنۍ ژبې لپاره چې کم کم په خوله کې درنېږي،
د هغو خوړو د بوی لپاره چې نور په کوڅو کې نشته، د ماشومتوب ښار د اذان غږ لپاره چې د دې ځای له راډيوګانو نه خپرېږي.
د آشنا موسکاوو لپاره خفګان، د هغو کلمو لپاره چې نور په خبرو کې کار نه کوي. دا خفګان له اوښکو او مراسمو سره مل نه دی؛ بې غږه دی، مبهم دی، لکه يوه کِلي چې ورکه شوې، خو هېڅوک يې د لټون اراده نه لري. د کډوالۍ اروا پوهنې په دفتر کې، دې پديدې ته د «کډوالۍ خفګان» نوم ورکول کېږي؛ يو انساني او طبيعي خفګان، چې د ورځنيو فشارونو تر سطحې لاندې، په خاموشۍ کې روان دی او ريښې يې له پخوا سره د اړيکو په پرېکېدو کې دي. اروا پوهان دا په څلورو بڼو پېژني:
هنجاري خفګان، هغه وخت دی چې کډوال پوهېږي يو څه يې له لاسه ورکړي او له هغه سره مخه ښه کوي؛ دا ډول خفګان صحي او د منلو وړ دی.
د نه منلو خفګان، هغه وخت دی چې ټولنه يا شاوخوا خلک د غمرازۍ اجازه نه ورکوي. کله چې يو څوک وايي: «تېر شو، نور مه ژاړه»، په داسې حال کې چې زړه لا هم ژاړي.
مبهم خفګان، هغه وخت دی چې يو څه ورک شوي، خو په ذهن کې يې نوم روښانه نه دی؛ لکه د «اشنا فضا» لپاره خفګان، پرته له دې چې پوه شي څه ورک شوي.
او پېچلی خفګان، هماغه غم دی چې اوږد او مزمن کېږي، له قهر يا سردۍ سره مل وي، لکه هغه زخم چې هېڅکله په بشپړه توګه نه روغ کېږي.
د خفګان تر څنګ، کله ناکله ټروما هم د کډوال په زړه کې پټه وي. په تېره بيا هغه پناه غوښتونکي چې جګړه، ځورونه يا ناامني يې تجربه کړې.
دا خاطرې ممکن له سانحې وروسته اضطراب يا سختو ټرماوو په بڼه راڅرګندې شي؛ کورنۍ اړيکې هم د سمون او عمر د توپير له امله، له تاوتريخوالي سره مخ کېږي. کوچني ماشومان ممکن سرګردانه شي؛ نوي زېږېدلي ماشومان بې قراره شي، تنکي ځوانان د کور او ښوونځي د دوو پېژندنو ترمنځ سرګردانه پاتې کېږي. دوی اکثره دوه شخصيتونه جوړوي: يو د نوې ټولنې لپاره، يو د کورنۍ لپاره.
د ژواک په کچه هم کډوالي اغېزه لري. ازموينو ښودلې چې د کډوالو په مغز کې د فشار پر مهال د ډوپامين ترشح اندازه، د غير کډوالو په پرتله زياته ده؛ يعنې بدن، کډوالي د يوه دوامداره ګواښ په توګه تجربه کوي، حتی که بهرنی چاپېريال خوندي وي. احساسات لکه ستړيا، عصبيت، بې خوبي، هېرول، سرخوږی، وېره يا بې باوري، د همدې رواني او فزيولوژيکي فشارونو نښې دي. دا د کمزورۍ نښې نه دي، بلکې د ستر بدلون په وړاندې د انسانيت نښې دي.
خو ممکن د کډوالۍ تر ټولو دردوونکې شېبه، هغه وخت وي چې «د هيلو او واقعيتونو ترمنځ توپير» راڅرګند شي. په پيل کې، ذهن له روښانه انځورونو څخه ډک وي: غوره دنده، آزادي، آرامښت. خو وروسته بیا واقعيت خپل مخ ښيي؛ د کار ستونزې، د اړيکو پېچلتيا، د ژبې غربت، او په زړه کې يو ځای چې نور يې «کور» نه نوموې. په دې پړاو کې، کډوال ممکن له ځان سره ووايي: «شايد نه بايد راغلی وای.»
خو روان وخت ته اړتيا لري چې نوی نظم جوړ کړي، ترڅو د هغه څه ترمنځ چې له لاسه ورکړل شوي او هغه څه چې ترلاسه شوي، توازن ومومي.
د کډوالۍ فشار کله ناکله لکه يو دایمي سيوری له انسان سره مل وي. د راتلونکې بې ثباتي، د ټولنيز ملاتړ د شبکې نشتوالی، او د کلتوري سمون ستونزې، ډېره انرژي غواړي. حتی ساده اړيکې جوړول، د کار موندل يا له لرې کورنۍ سره اړيکه ساتل، ډېرې رواني انرژۍ ته اړتيا لري. خو بيا هم، د انسان روان د بيا جوړونې حيرانوونکې وړتيا لري. څېړنې ښيي، کله چې کډوال ملاتړي شبکې، د تړاو احساس او ټولنيز منل ومومي، رواني نښې کمېږي.
کډوال ماشومان او تنکي ځوانان په دې منځ کې يوه زيانمنونکې ډله ده. دوی بايد نوې ژبه، ټولنيز نورمونه او دوه ګونې پېژندنې په يو وخت اداره کړي. د ټولګيو له ملګرو سره دوستي، د والدينو او ټولنې د کلتوري توپيرونو درک کول، او دواړو نړيو سره د تړاو احساس، ټولې سختې معادلې دي؛ خو که په کور او ښوونځي کې ترې ملاتړ وشي، دوی کولای شي د کلتورونو ترمنځ پل جوړ کړي او يوه څو اړخيزه او بډایه پېژندنه رامنځته کړي.
په پای کې بايد ووايو: کډوالي د دوو نړيو ترمنځ سفر دی؛ يوه بهرنۍ نړۍ او يوه داخلي نړۍ. په دې تېرېدو کې، انسان کله ناکله د خپل ځان ځینې برخې له لاسه ورکوي ترڅو بيا خپل ځان جوړ کړي. د کډوالو رواني روغتيا نه يوازې په ټولنيزو يا اقتصادي جوړښتونو، بلکې د هيلې، باور او متقابل منلو په کچې پورې اړه لري. ممکن هېڅ کډوال په بشپړه توګه هغه پخوانی کس نه وي، خو هر يو يې د انسان د نويو وړتياوو د موندلو يوه موقع ده.
دوستانو، که تاسو هم د پرون له نړۍ څخه د نن نړۍ ته مسافر ياست، په ياد مو وساتئ چې: د غربت خفګان ستاسو دښمن نه دی، دا ستاسو د ژوندي والي نښه ده. هر ځل چې ستاسو زړه د يوې خاورې، ژبې يا مخ لپاره تنګ شي، په حقيقت کې ستاسو روان تاسو ته يادونه کوي چې تاسو لا هم مينه پېژنئ. نو خپل ځان ته وخت ورکړئ، مه وېرېږئ، او له ځان سره په مهربانۍ چلند وکړئ.
ژباړه: زماني