ایران د پرمختللو ایټمي ټیکنالوجیو د پراختیا دوام ته  اړتیا لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168230-ایران_د_پرمختللو_ایټمي_ټیکنالوجیو_د_پراختیا_دوام_ته_اړتیا_لری
پارس ټوډې – د ایران داسلامی جمهوریت د  ایټمي انرژۍ د ادارې مشر په دې په  ټینګار سره چې هېواد باید پاکې او دایمي انرژۍ ته حتمي لاسرسی ولري،ووئيل؛ که څه هم ځینې هېوادونه د ایران د پرمختللو ایټمي ټیکنالوژیو په پراخېدو اندېښنه لري، دا لاره به په جدي ډول روانه وي.
(last modified 2025-12-09T00:20:28+00:00 )
Dec 09, 2025 04:42 Asia/Kabul
  • ایران د پرمختللو ایټمي ټیکنالوجیو د پراختیا دوام ته  اړتیا لری

پارس ټوډې – د ایران داسلامی جمهوریت د  ایټمي انرژۍ د ادارې مشر په دې په  ټینګار سره چې هېواد باید پاکې او دایمي انرژۍ ته حتمي لاسرسی ولري،ووئيل؛ که څه هم ځینې هېوادونه د ایران د پرمختللو ایټمي ټیکنالوژیو په پراخېدو اندېښنه لري، دا لاره به په جدي ډول روانه وي.

د ولسمشر مرستیال او د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر، محمد اسلامي پرون د محصیل د ورځې په مناسبت د ایران په  علم او صنعت پوهنتون کې وویل: د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې نړۍ د ایران د پرمختللو ایټمي ټکنالوژیو د پراختیا په حرکت اندېښمنه ده؛ خو له دې سره سره، ایران پرېکړه کړې چې دا لاره پر مخ بوځي، ځکه چې د هېواد اړتیا پاکې او پایدارې انرژۍ ته یوه پریکنده اړتیا ده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د بوشهر ایټمي برېښناکوټ د دویم او درېیم یونټ د پروژې د پرمختګ یادونه وکړه اووې وئيل؛ په دغې پروژه کې له ۶ زرو زیات کسان بوخت دي؛ د دغه برېښناکوټ لومړي یونټ  تر اوسه ۷۲ میلیارده کیلوواټ  برېښنا تولید کړې او لږ تر لږه ۵۰ کاله نور د کار وړ پاتې کېږي.

د ایران د اټومي انرژۍ  د ادارې مشر  همدارنګه د هېواد د هغو ایټمي لاسته راوړنو یادونه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي دي، لکه د ضایعاتو د کمولو او د خوړو د خوندیتوب د زیاتولو لپاره؛ په کرهڼې کې دپنځه لکه ټنو محصول د وړانګو ظرفیت رامینځته کول ،په روغتیايي برخه کې د ۷۲ ډول رادیو ایکټیو درملو تولید چې هر کال  کابو  ۱.۵ میلیونه کسان ترې ګټه اخلي؛ او په ټیکنالوژۍ کې د طبیعي ګاز څخه د هیلوم تولید او په تېرو درو کلونو کې د ۵۰۰ علمي او تخنیکي لاسته راوړنو ترلاسه کول.

د ایران د ولسمشر مرستیال ټینګار وکړ: که ایران د یورانیمو بډایول  ونه لري، نو ایټمي سونګ نشي تولیدولی او په نتیجه کې به د رادیوایکټیؤ دارو تولید هم و نه کړائ شي.

هغه روښانه کړه چې ایران د دې لپاره د اټومي صنعت پراختیا تعقیبوي چې د خلکو په ژوند مثبت اغېزې وکړي، او دا د  ادارې  اصلي سټراټیژي ده. هغه زیاته کړه چې ټول فعالیتونه به د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کېږي.