د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو پرلتۍ وهلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i168290-د_پاکستان_د_پخواني_لومړي_وزیر_عمران_خان_خویندو_پرلتۍ_وهلې_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو له خپل ورور سره د کتنې د غوښتنې له ردیدا وروسته د پنډۍ د اډیاله زندان د باندې پرلتۍ وهلې ده.
(last modified 2025-12-10T02:50:41+00:00 )
Dec 10, 2025 06:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو پرلتۍ وهلې ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو له خپل ورور سره د کتنې د غوښتنې له ردیدا وروسته د پنډۍ د اډیاله زندان د باندې پرلتۍ وهلې ده.

دغه پرلتۍ چې مشرۍ یې د پاکستان  د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې اوس په زندان کښې دی خور علیمه خان کوي پرون هم دوام درلود.

دغه پرلتۍ وهل له خپل ورور عمران خان سره د کتنې د غوښتنې له ردیدا وروسته پیل شوې ده.

په دغه پرلتۍ وهلو کښې د تحریک انصاف ګوند مشرانو او پلویانو هم ګډون وکړ.

د تحریک انصاف ګوند مهمو مشرانو لکه سلمان اکرم راجا او د خیبر پښتونخوا صوبې  د تحریک انصاف مشر جنید اکبر خان هم په دغه پرلتۍ وهلو کښې برخه واخیستله.

د تحریک انصاف مشرانو څو څو ځلې هڅه وکړه چې له بندي لومړي وزیر عمران خان سره کتنه وکړي خو د زندان چارواکې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کښې دي چې عدالت یا محکمې پرون او سبا ورځې له عمران خان سره د کتنې اجازه ورکړې ده.

دغه راز د پاکستان د زندان چارواکو تیره اونۍ د پخواني لومړي وزیر عمران خان بلې خور عظمی خان ته اجازه ورکړې وه چې په اډیاله زندان کښې له خپل ورور سره کتنه وکړي.

هغې وویل چې زما ورور عمران خان  په زندان کښې روغ رمټ او سم دم دی.

دغه راز د عمران خان بلې خور علیمه خان پرون تور ولګاوه چې حکومت د قانون خلاف ورزۍ کوې او زیاته یې کړه چې تحریک انصاف ګوند هیڅ غیر قانوني کار نه دی کړی.

دغه راز د پاکستان تحریک انصاف ګوند نن سهار وختي وویل چې پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خویندو او د ګوند  د نورو کسانو د سوله ئیزې پرلتۍ ختمولو لپاره د اوبو له شیندونکو توپونو څخه کار واخیست او خلک یې په اوبو شیندلو سره تیبت پرک کړل.