د ایران او د منځنۍ آسیا د اړیکو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168304-د_ایران_او_د_منځنۍ_آسیا_د_اړیکو_پراختیا
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قزاقستان او ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره د کتنو او مشورو په موخه د مرکزي آسیا دوه هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.
(last modified 2025-12-10T10:48:32+00:00 )
Dec 10, 2025 15:15 Asia/Kabul
  • قزاقستان او ترکمنستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سفر
    قزاقستان او ترکمنستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سفر

پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قزاقستان او ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره د کتنو او مشورو په موخه د مرکزي آسیا دوه هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.

د ولسمشر د دفتر سياسي مرستيال محمدمهدي سنایي ويلي چې د ډاکټر مسعود پزشکیان دوه ورځنی سفر لومړی له قزاقستان څخه پیل او ترکمنستان ته په سفر سره به پای ته ورسیږي.

 سنایي په خپل پيغام کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپور کړی، ليکلي: ولسمشر د چارشنبې په ورځ (۱۰ دسمبر) په دوه ورځني سفر قزاقستان او ترکمنستان ته روان شو.

هغه زياته کړه چې ولسمشر به په قزاقستان کې له لوړپوړو چارواکو سره رسمي ليدنې ولري. دغه راز د اسنادو لاسليک او په سوداګریز کنفرانس کې ګډون هم د ولسمشر د سفر له مهمو پروګرامونو څخه دي.

پزشکیان به په ترکمنستان کې د سولې او باور په غونډه کې هم ګډون وکړي او د کوربه هېوادونو د بېلا بېلو چارواکو سره به لیدنې وکړي.

د ایران او مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ همکاري په اقتصادي، سوداګریز، سیاسي، امنیتي، فرهنګي، ټولنیز او ستراتیژیک برخو کې ډېره مهمه ده.

د ایران او مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا نه یوازې په اقتصاد او انرژۍ کې مهمه ده، بلکې د بهرنۍ لاسوهنې مخنیوي او د سیمې د امنیت پیاوړتیا لپاره یې ستراتیژیک اړخ هم اړین دی.

له مرکزي آسیا سره د اړیکو پراختیا کولای شي ایران د ختیځې او لوېدیځې آسیا د نښلولو په حلقه کې کلیدي رول ولوبوي.

له اقتصادي او سوداګریزې پلوه، مرکزي آسیا د ایران لپاره مهمې سوداګریزې او صادراتي فرصتونو ته لاره پرانیزي.

ایران هم کولای شي د مرکزي آسیا د هېوادونو د تېلو او ګازو د خلیج فارس او عمان سمندرګي ته د رسولو لپاره د ترانزیت غوره لاره شي.

د ایران، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو پراختیا به له ازبکستان او قرغزستان سره همکاري لا پراخه کړي.

ایران د زیربناوي پروژو، د اورګاډي او سړکونو، کرنې او ستراتیژیکې ببرخه کې له مرکزي آسیا سره د پراختیا ښه ظرفیت لري.

په سیاسي او امنیتي برخه کې، د ایران، قزاقستان او ترکمنستان نږدې همکاري کولای شي د بهرني نفوذ د کمولو لپاره ګډه جبهه جوړه کړي.

ایران او مرکزي آسیا له ترهګرۍ، نشه‌يي توکو قاچاق او د سرحدي شخړو له ګواښونو سره مخ دي.

امنیتي او استخباراتي همکاري د دې ګواښونو د مهارولو لپاره ښه زمینه برابروي.

په فرهنګي او ټولنيز ډګر کې هم ايران او د منځنۍ آسیا هېوادونه ژور ژبني، مذهبي او تمدني تړاوونه لري، چې دا ګډوالی د فرهنګي، علمي او ګرځندویي همکاریو د پياوړتیا سبب کېږي.

د فرهنګي او علمي کنفرانسونو جوړول او د فارسي ژبې د ودې ملاتړ، د ايران او د منځنۍ آسيا د علمي او فرهنګي ادارو تر منځ اړیکې لا ژوروي.

د شانګهای سازمان په همکاریو کې د ایران فعال حضور او د اوراسیا اقتصادي اتحادیې سره تعامل به د ایران سیمه‌ييز رول نور هم پياوړی کړي.

د ایران د ولسمشر سفر قزاقستان او ترکمنستان ته، د تهران او د منځنۍ آسیا هېوادونو په اړیکو کې یو مهم پړاو بلل کېږي.

دا سفر نه یوازې د دوو مهمو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د مرکزي آسیا په جيوپوليتيکي معادلو کې د ایران د فعال حضور واضح پیغام هم لري.

د پزشکیان سفر دا څرګندوي چې ایران غواړي له منځنۍ آسیا سره څو پوړي او ژورې اړیکې ولري؛ داسې اړیکې چې د امنیت، اقتصاد، فرهنګ او د ایران د جيوپوليتيکي ځایګۍ په پیاوړتیا کې پراخ اغېز لرلای شي.

دا سفر کولای شي د ایران او د منځنۍ آسیا په اړیکو کې نوی فصل پرانیزي؛ هغه فصل چې اغېزې یې یوازې په سیمه نه، بلکې په ټوله اوراسیا کې محسوسېدای شي.