ايراني مېرمن د نړيوال پاراتېنيس کمېټې د مشرې په توګه وټاکل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168300-ايراني_مېرمن_د_نړيوال_پاراتېنيس_کمېټې_د_مشرې_په_توګه_وټاکل_شوه
پارس ټوډې – ايراني مېرمن سيما ليموچي، پر مېز باندې د نړيوال پاراتېنيس د کمېټې د رئيسې په توګه وګومارل شوه.
(last modified 2025-12-10T11:12:51+00:00 )
Dec 10, 2025 12:37 Asia/Kabul
  • سيما ليموچي: د ایران د پاراتینیس ملي ټیم کوچ
    سيما ليموچي: د ایران د پاراتینیس ملي ټیم کوچ

پارس ټوډې – ايراني مېرمن سيما ليموچي، پر مېز باندې د نړيوال پاراتېنيس د کمېټې د رئيسې په توګه وګومارل شوه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، پر مېز باندې د نړيوال تينيس فدراسيون د اجرائيوي هيئت په وروستۍ ناسته کې چې په چين کې د چنګدو ښار په کوربتوب ترسره شوه، د نړیوال فدراسيون د بېلابېلو کمېټو د رئيسانو او سرپرست رئيسانو لېست تاييد شو. په همدې ناسته کې سيما ليموچي له ايران څخه د نړيوال پاراتېنيس کمېټې د سرپرست رئيسې په توګه وټاکل شوه.

دا ټاکنه د نړیوال فدراسيون د نوي جوړښتي بدلون يوه برخه ده چې موخه يې د تخصصي کمېټو په مشورتي او کارپوهانه بهير کې ځواکمنتيا رامنځته کول دي، او تر هغه وخته به معتبره وي چې د نړيوال فدراسيون (ITTF) د پاراتېنيس کمېټه د ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۹ دورې لپاره وروستۍ پرېکړه وکړي.

د پاراتېنيس کمېټه د ITTF تر ټولو مهمو تخصصي بنسټونو څخه ده چې د معیوبیت لرونکو ورزشکارانو د سپورټ په برخه کې فعاليت کوي، او د دې کمېټې ریاست، د دې څانګې په نړيوالو تګلارو، پراختيايي پروګرامونو او څارنې کې مهم رول لري.