د افغانستان  او ایران د د لوړو زده‌کړو ملګرتیاوې  پراخیږي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168238-د_افغانستان_او_ایران_د_د_لوړو_زده_کړو_ملګرتیاوې_پراخیږي
د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر، مولوي ندا محمد ندیم، د  ایران د اسلامی جمهوریت د  اسلامي آزاد پوهنتون له مؤسس او د  علمی بورډ  له مشر ، علي‌اکبر ولایتي سره کتنه  او خبرې  اترې وکړې.
(last modified 2025-12-08T21:50:32+00:00 )
Dec 09, 2025 02:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان  او ایران د د لوړو زده‌کړو ملګرتیاوې  پراخیږي 

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر، مولوي ندا محمد ندیم، د  ایران د اسلامی جمهوریت د  اسلامي آزاد پوهنتون له مؤسس او د  علمی بورډ  له مشر ، علي‌اکبر ولایتي سره کتنه  او خبرې  اترې وکړې.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، په دغې لیدنې کې دواړو خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو او  ملګرتیاؤ  د پراخېدو لارو، په ځانګړې توګه د لوړو زده‌کړو په برخې کې، بحث او نظرونه  سره تبادله کړل.

 د افغانستان  د لوړو زده‌کړو وزیر مولوی ندا محمد ن دیم  د افغانستان دتعلیمي اړتیاوو په یادولو سره د اسلامي آزاد پوهنتون له ادارې څخه د ملګرتیاؤ  د پراختیا او د ګډو علمي او اکاډمیکو فرصتونو د رامینځته کېدو غوښتنه وکړه.

هغه همدارنګه غوښتنه وکړه چې د اسلامي آزاد پوهنتون کابل څانګه په طبي، تخنیکي، الکټرونیک او مصنوعي ځیرکتیا (AI) برخو کې نوره هم پراخه شي.

علی  اکبر ولایتي  هم په دغې کتنې  کې ټینګار وکړ چې د موجودو امکاناتو په اندازه، اسلامي آزاد پوهنتون د لوړو زده‌کړو په برخې کې دملګرتیاؤ او مرستو لپاره چمتو دی.

هغه زیاته کړه: د دواړو ملتونو ژور فرهنګي، دیني او تاریخي اشتراکات او ورورګلويزې  اړیکې په پام کې په نیولو سره، د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامی  انقلاب له پیله تر ننه پورې  د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د دې هېواد د خپلواکۍ او پرمختګ ملاتړ کوي.

ولایتي څرګنده کړه: د افغانستان د لوړو زده‌کړو د ودې او پرمختګ مرسته په حقیقت کې د یوه ورور هېواد د پیاوړتیا او ځان بسیاینې مرسته ده. اسلامي آزاد پوهنتون چمتو دی چې په نوو تخصصي او فوق تخصصي څانګو د رامنځته کولو ترڅنګ، د استادانو او محصیلینو د تبادلې په برخې کې هم له افغانستان سره ملګرتیا  وکړي.