ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168288-ولې_افغانستان_د_امریکا_ملي_امنیت_تګلاره_کې_نه_شته
زمونږ خبریال راپور راکړی امریکا دا اوونۍ "د واشګټن ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی.
(last modified 2025-12-10T02:34:36+00:00 )
Dec 10, 2025 06:00 Asia/Kabul
  • ولې افغانستان

زمونږ خبریال راپور راکړی امریکا دا اوونۍ "د واشګټن ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی.

که څه هم د افغانستان په ګډون ځينې نور هېوادونه هم په دې سند کې نه دي ځای یا یاد شوي خو امریکا په دغه  هیواد  کې د اوسنۍ زمانې "تر ټولو اوږده جګړه" درلوده او هلته یې سلګونه میلیارده ډالر لګولي او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه "ناوریني" حالت کې ترې ووتله.

 خو له هماغه راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې تل د امریکايي سیاستوالو پر ژبه پاتې شوی دی.

د حقوقي او نړیوالو اړیکو کارپوه ملک ستېز ویلي چې، "د امریکا ملي امنیت ستراتېژۍ" کې د افغانستان نوم نه یادول سیاسي لامل لري.

هغه  زیاتوي، "ډونلډ ټرمپ غواړي له افغانستانه د خلکو پام واړوي او هلته کړې ټولې تېروتنې دد مخکېني ولسمشر جوبایډن  په حکومت پورې وتړي."

د ښاغلي ستېز په وینا، له افغانستانه تر وتو وروسته د امریکا مسؤلیت ته په کتو سره ، د امریکا په ملي تګلاره کې د افغانستان نوم نه یادول د نیوکې وړ ده.

هغه په دې باور دی چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ښايي امریکا ته "خطر پېښوونکی" برېښي.

 ځینې نړیوال رپوټونه ښيي چې ترهګرو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمېنه برابره ده خو د امریکا ملي امنیت ستراتېژۍ کې دا موضوع نه ده یاده شوې چې دغه هېواد باید څه وکړي چې افغانستان د امریکا ملي امنیت لپاره پر یوه خطر بدل نه شي."