آنروا په غزه کې د بشري مرستو پر کموالي نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166342-آنروا_په_غزه_کې_د_بشري_مرستو_پر_کموالي_نیوکه_وکړه
پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې رسولو او کار موندنې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې غزې ته داخل شوې بشري مرستو کچه، د اوربند په هوکړه کې د ټاکل شوي مقدار څخه ډېره کم ده او د دې سیمې د اوسېدونکو وضعیت لا هم بحراني دی.
(last modified 2025-10-25T08:15:34+00:00 )
Oct 25, 2025 12:44 Asia/Kabul
  • آنروا په غزه کې د بشري مرستو پر کموالي نیوکه وکړه

پارس ټوډې - د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې رسولو او کار موندنې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې غزې ته داخل شوې بشري مرستو کچه، د اوربند په هوکړه کې د ټاکل شوي مقدار څخه ډېره کم ده او د دې سیمې د اوسېدونکو وضعیت لا هم بحراني دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې رسولو او کار موندنې اداره په غزې کې د بشري مرستو وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره روښانه کړه چې د اوربند د هوکړې له مخې، هره ورځ باید ۶۰۰ ټرکونه د خوړو او درملو مرستې دې سیمې ته داخل شوي وای، خو دا شمېره نه ده عملي شوې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې رسولو او کار موندنې ادارې په غزه کې د لارو او سړکونو د خلاصولو لپاره د درنو وسایلو د داخلېدو په ټینګار سره خبرداری ورکړ چې ډېر اوسېدونکي، سره له دې چې محدودې مرستې ترلاسه کوي، لا هم په سړکونو او پرته له خیمو ژوند کوي.

په غزه کې د فلسطین روغتیا وزارت هم اعلان وکړ چې د روغتیا او حفظ الصحې وضعیت د اوربند راهیسې د پام وړ بدلون نه دی کړی.