-
د اسلامی انقلاب د رهبر د حکم اطاعت د جنګ په ډګر او له دښمن سره په مبارزه کې د بریا لاز شرط دی
Jul 19, 2026 17:06پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ چې د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د سپېڅلي یووالي د ټینګښت د حکم اطاعت، د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
-
پوځي شناندی: په هرمز تنګي کښې د ایران لاس بر دی
Jul 19, 2026 07:38پارس ټوډی- د پوځي چارو یو شناندي په هرمز تنګي کښې د ایران د وسلو توانمنۍ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په دغې سیمې کښې له ایران سره د مقابلې لپاره د امریکې قدرت ډیر محدود دی.
-
سردار جاویدان: د ایران سرحدي ځواکونه د څو اړخیز جنګ په لومړۍ کرښې کې دي
Jul 18, 2026 06:28،سردار علياکبر جاویدان پرون مازدیګر د پاکستان د پوځ په کوربتوب د شانګهای موسیسې د غړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قوماندانانو په دولسمه غونډه کې وویل: یوازې د ۲۰۲۵ میلادي کال او د ۲۰۲۶ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې مو له ۵۰۰ ټنو څخه ډېر نشهيي توکي کشف کړي دي، او موږ دا ستونزه د استعمار میراث بولو.»
-
که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ ته دوام ورکړي،نو ایران به برغلیز پړاو ته وارد شي
Jul 18, 2026 06:18د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز پړاو ته وارد شي او اعلان به وکړي چې هم د مذاکراتو او هم د جنګ د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
-
د هرمزګان ولایت درې نور پلونه او یوسرُنګ د امریکاپه هوائي حملې کې زیانمن شول
Jul 18, 2026 05:35د ایران د هرمزګان ولایت مقام وئيلي دي، د امریکائي صهیونسیټي دښمن په دوامدارو بریدونو کې، نن سهار وختي په دغه ولایت کې درې نور پلونه او یو سرُنګ هم د امریکائي ترهه ګر پوځ په بمباریو کې زیانمن شول.
-
په اردن او کویت،عربستان او بحرین کې کې د امریکا پوځي اډې د ډرونز او توغندیو په شیشت کې
Jul 18, 2026 05:25د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
-
عراقچي: په امریکا کې به د اسرائیلو نفوذ به ډېر زر روښانه شي
Jul 18, 2026 05:10پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، اسرائیل د امریکائي مالیه ورکوونکو پیسې کاروي، څو په متحده ایالاتو کې هر نیوکه کونکی غږ غلی کړي، خو دا ټولې چارې به ډېرې زر بربنډې شي.
-
اغېزشیندونکي او هدفمند بریدونه به د آرامښت تربېرته ستنېدو دوام ولري
Jul 18, 2026 05:03پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان ټینګار وکړ چې د دوي اغېزشیندونکي او ټارګټيډ بریدونه به تر هغې دوام ولري، څو بېرته آرامښت تأمین شي.
-
امریکا قرباني نه ،بلکې ترهه ګره او یرغلګر ه ده
Jul 15, 2026 14:18پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امنیت شورا په غونډې کې د امریکا هغه ادعاوې یې بېبنسټه وبللې او ټینګار ئې کړی چې واشنګټن د جنایتونو قرباني نه ،بلکې جنایتکار او یرغلګر هیواد دی، او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تورونو د لګولو لپاره هېڅ حقوقي، سیاسي او اخلاقي روا والی نه لري.
-
ټرمپ ته د عراقچي کنایه: موږ به ډیر منصف واوسو
Jul 14, 2026 16:08پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ډونالډ ټرمپ د ادعاوو په وړاندې په طنزیه ځواب غبرګون سره په یو پوسټ کې ولیکل: ایران تل د هرمز تنګي د امنیت ساتونکی و او پاتې به شي. البته ۲۰ فیصده ډیر زیات دي، ما به له انصافه کار واخلو!