-
عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي
Dec 28, 2025 09:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: له افغان طالبانو سره په سعودي کې خبرې بې نتیجې وې
Dec 28, 2025 08:42د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په عربستان کې خبرې شوې دي، خو ویې ویل چې دا مذاکرات، لکه پخوانۍ خبرې چې په قطر او ترکیه کې شوې وې، کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
-
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي
Dec 28, 2025 08:30د افغان طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزرات وزیر، ملا هدایتالله بدري په کابل کې د ایران له سفیر، علي رضا بیکدلي سره کتلي دي.
-
ایران د بندیزونو په اوج کې علمي او تخنیکي لوړو څوکو ته رسېدلی
Dec 27, 2025 03:40پارسټوډي – د ایران د اسلامي انقلاب رهبر، ټول پرمختګونه د بندیزونو په دوره کې وبلل.
-
اوراسیا ته د ایران د صادراتو ۱۶ سلنه زیاتوالی
Dec 27, 2025 02:41پارسټوډې – د اوراسیا اقتصادي اتحادیې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې سوداګرۍ د موافقې د دارالانشاء سرپرستې، د دې اتحادیې هېوادونو ته د ایران د صادراتو د ۱۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
چین: امریکا د تفرقې په اچولو سره د پوځي برترۍ د ساتلو تکل کوي
Dec 26, 2025 01:39پارس ټوډی- د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بیجنګ او نوي ډیلي د اړیکو په هکله د امریکې د جنګ وزارت نوی رپورټ وغنده او ويې ویل چې واشنګټن د خپل پوځي برلاسي توب د ساتلو لپاره د تفرقې له رامینځته کولو کار اخلي.
-
عراقچي امریکایانو ته: شرافتمندانه ډیپلماسۍ ته مخه کړئ
Dec 25, 2025 02:16د ایران د بهرنیو چارو وزیر له تهران سره د مذاکرې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د امریکې د استازې د څرګندونو په ځواب کښې وویل: دا مذاکره نه ده بلکې ډیکټی ده، معناداره مذاکره خو لا لرې خبره ده.
-
خبرونه | ایران: هېڅکله به د زور او ګواښ پر وړاندې سر ټیټ نه کړو / د ۱۰ زرو اوکرایني پوځیانو تېښته
Dec 24, 2025 08:35پارسټوډې – په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فشار پر وړاندې د تهران پر نه تسلیمېدو په ټینګار سره وویل: ایران اصولي ډیپلوماسۍ ته ژمن پاتې شوی او اوس د باور د بیا رغونې مسئولیت پر فرانسې، بریتانیا او امریکا دی.
-
بقایي: د ایران توغندیز پروګرام په هېڅ صورت د مذاکرې وړ نه دی
Dec 23, 2025 02:11پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې هېواد د توغندیز پروګرام په اړه د هر ډول مذاکرې په ردولو سره ټینګار وکړ: د ایران توغندیز پروګرام د خپل هېواد د حاکمیت او تمامیت د دفاع لپاره پراخ شوی، نه د مذاکرې لپاره.
-
د وینزویلا دتیلو او خاورې په اړه د امریکا د مالکیت ادعا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Dec 18, 2025 02:25د وینزویلا حکومت د چهارشنبې په ورځ په یوه سختې لهجې اعلامیې کې د امریکا دکرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ګواښونه، چې ویلي ئې دي د وینزویلا د طبیعي سرچینو د نیولو لپاره به سمندري کلابندي اجرا کړي ، یوه منلنډه، عجیبه منطق، غیرعقلاني او د نړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزی وبلله.