ایران په تېره اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
حضرت آیتالله خامنهيي په خپل پیغام کې، په اروپا کې د اسلامي محصلانو اتحادیې د نهه پنځوسمې کلني غونډې په مناسبت ټینګار کړی دی: د فاسدو او مفسدو زورواکانو د ګډوډۍ اصلي لامل، نه اټومي بحث، بلکې د نړۍ په کچه د ناعادلانه نظم او د سلطې نظام د تحکم پر وړاندې د مقابلې بیرغ پورته کول او د اسلامي ایران له خوا د اسلامي ملي او نړیوال عادلانه نظام ته مخه کول دي.
د اسلامي انقلاب رهبر، په دې پیغام کې ټینګار کړی دی: ګرانو ځوانانو، سږ کال ستاسو هېواد، د ایمان او یووالي او په ځان د باور پر برکت، په نړۍ کې نوی اعتبار او وزن ترلاسه کړ. د امریکا د پوځ دروند یرغل او په دې سیمه کې د هغه ناوړه کړنې، د اسلامي ایران د ځوانانو د نوښت او زړورتیا او قربانۍ په وړاندې ماتې شوې. ثابته شوه چې د ایران ملت له خپلو وړتیاوو څخه په ګټه اخیستلو سره، د ایمان او نیک عمل په سیوري کې، او د فاسدو او ظالمو مستکبرانو پر وړاندې، کولای شي ودریږي او د اسلامي ارزښتونو بلنه په تل پاتې غږ سره نړۍ ته ورسوي.
هغوی یادونه کړې ده: د څو پوهانو او سردارانو او زموږ د ګرانو خلکو د یوې ډلې شهادت له امله ژور خپګان، نه دی توانېدلی او وبه نتوانېږي چې ایراني لوړ همته ځوانان ودروي. د هغو شهیدانو کورنۍ، پخپله د حرکت مخکښانو په ډله کې دي.
د اسلامي انقلاب رهبر، ټینګار کړی دی: خبره د اټومي بحث او داسې شیانو په اړه نه ده. خبره د نننۍ نړۍ د ناعادلانه نظم او د سلطې نظام د تحکم پر وړاندې مقابله، او د اسلامي ملي او نړیوال عادلانه نظام ته مخه کول دي. دا هغه لویه دعوا ده چې اسلامي ایران یې بیرغ پورته کړی او فاسد او مفسد زورواکان یې ګډوډ کړي دي. تاسو محصلان، په ځانګړي ډول په بهرنیو هېوادونو کې، د دې لویې دندې یوه برخه پر اوږو لرئ.
د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» د سې شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر «ولادیمیر پوتین» سره په ټلفوني خبرو کې، د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو د وروستي وضعیت په اړه د نظرونو تر تبادلې ترڅنګ، د ګډو همکاريو د هوکړو د پلي کېدو پر بهیر، په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، انرژۍ او برېښناکوټونو په برخو کې خبرې وکړې.
پزشکیان د عشقآباد په ښار کې د دواړو هېوادونو د مشرانو وروستۍ لیدنې ته په اشارې سره، د ګډو پروژو پر دقیق عملي کېدو، د هغوی پر چټک پرمختګ او د دوامدارو اړیکو پر ساتلو ټینګار وکړ، او ویې ویل چې د همکارۍ په ټولو برخو کې د هوکړو عملي کول ځانګړی اهمیت لري.
د ایران ولسمشر همدارنګه د نوي میلادي کال په مناسبت د روسیې دولت او ولس ته مبارکي وویله او د نوي کال لپاره یې دې هېواد ته د سولې، سوکالۍ او دوامدار پرمختګ هیله وکړه.
د روسیې ولسمشر هم د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو او ټینګو اړیکو له کچې څخه خوښي وښوده، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دوهاړخیز تجارت لس سلنه زیاتوالی یې مهم وباله او د همکاريو د لا پیاوړتیا او د ټولو دوهاړخیزو برخو کې د هوکړو د عملي کېدو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ. پوتین ټینګار وکړ چې د روسیې او ایران ترمنځ ګډې هوکړې او پروژې په جدي ډول او په بشپړې همغږۍ سره روانې دي.
د روسیې ولسمشر همدارنګه د امریکا د ولسمشر او د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د افسوس وړ، رد شوې او د غندنې وړ وبللې. د ایران او روسیې ولسمشرانو د خبرو اترو او دوامدارو همکاريو پر ساتلو، د اقتصادي او انرژۍ تعاملاتو د کچې پر لوړولو، او د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او برېښناکوټونو په برخو کې د اجرایي هوکړو پر پرمخ بیولو ټینګار وکړ او د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره یې پر لا ډېرو همغږیو هوکړه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر«سید عباس عراقچي» ګارډین ورځپاڼې ته په یوه یادداشت کې ولیکل: په داسې حال کې چې بنیامین نتانیاهو د روان کال په پیل کې وتوانېد چې خپل خوب، یعنې امریکا له ایران سره یوې پوځي مقابلې ته راوکاږي، خو دې کار د صهیونیسټي رژیم لپاره درنه او بېسارې بیه درلوده.
عراقچي زیاته کړه: دا چې ګورو نتانیاهو له ډونالډ ټرمپ څخه غواړي، هغه له هغه باتلاقه وباسي چې پکې ښکېل شوی، دا لامل شوی چې د امریکایانو مخ پر زیاتېدونکې شمېر په ښکاره توګه ومني چې اسرائیل متحد نه، بلکې یو اضافي بار دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې وویل: د امریکا حکومت اوس له یوې دوهلارې سره مخ دی؛ یا به لا هم د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو او خپل سیاسي اعتبار څخه په استفادې سره، اسرائیلو ته سپین چکونه لاسلیکوي، او یا به د یوه بنسټیز او مثبت بدلون برخه شي.
عراقچي ټینګار وکړ: د «نهماتېدونکي» روایت، چې د اسرائیلو د اسطورهجوړونې د ماشین محور دی، نړېدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه: بله هیلهبخښوونکې نښه چې په وروستیو بدلونونو کې لیدل کېږي، په سیمه کې د اسرائیلو د ګډ ګواښ په توګه د مهارولو لپاره نوې چټکتیا ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«سید عباس عراقچي» او د عربستان د بهرنیو چارو وزیر «امیر فیصل بن فرحان»، په ټلفوني خبرو کې د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. په دې خبرو کې د ایران ـ عربستان د اړیکو اړوند موضوعات وڅېړل شول او د نظر تبادله وشوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلفوني خبرو کې، د یمن د جنوب بدلونونو ته په اشارې سره، د دغه هېواد د وحدت او یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
عراقچي همداراز د لبنان پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم بریدونه وغندل او د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د اوربند د تضمین کوونکو پر مسئولیت یې ټینګار وکړ چې د دې رژیم یرغلګرۍ او د لبنان د خلکو پر وړاندې جنایتونه ودروي.
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ټلفوني خبرو کې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر دوام او حسابورکولو ته د صهیونیسټي رژیم د اړ ایستلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر«شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان»، په ټلفوني خبرو کې د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
د ایران او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د مخ پر ودې اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او د ګډو علاقې وړ موضوعاتو د تعقیب پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې د یمن د جنوب وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وغوښتل چې د سیمې ټول هېوادونه د یمن د وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د یمني خلکو د مشروع غوښتنو د پوره کېدو لپاره هڅې وکړي، او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د بحران حل، د یمني ـ یمني خبرو له لارې، د دغه هېواد د وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا پر محور بولي.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر هم په دې خبرو کې د یمن او سیمې د سولې او ثبات د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او په یمن کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د اماراتو اقدامات یې تشریح کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي»، په ایکس شبکه کې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ادعاوو ته غبرګون وښود او ولیکل: هغه کسان چې په ایران کې د اسعارو د نرخ د لنډمهالو بدلونونو تر اغېزې لاندې راغلي، په وروستیو ورځو کې یې په سولهییز ډول اعتراض کړی، لکه څنګه چې دا د هغوی حق دی.
عراقچي وویل: ټرمپ، چې په دې وروستیو کې د امریکا دننه ملي ګارد ځای پر ځای کړی، تر هر چا ښه پوهېږي چې پر عامه شتمنیو جنایتکارانه بریدونه د زغملو وړ نه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: له همدې امله د ټرمپ نننی پیغام، چې ښايي د هغو کسانو تر اغېز لاندې وي چې له ډیپلوماسۍ وېره لري، یا په ناسم ډول باور لري چې ډیپلوماسي اړینه نه ده، ډېر غیرمسئولانه او خطرناک دی.
عراقچي پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران ستر ملت به د تېر په څېر په خپلو کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه په کلکه رد کړي، وویل: همداراز د ایران ځواکمن وسلهوال ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي او په دقیقه توګه پوهېږي چې د ایران د حاکمیت د نقض په صورت کې باید کوم ځای موخه وګرځوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، د ایران د کورنیو چارو په اړه د امریکا د ولسمشر او نورو امریکايي چارواکو لاسوهونکې څرګندونې وغندلې.
په دې اعلامیه کې راغلي: دا ډول غیرمسئولانه دریځونه، چې د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا د زورواکانه او ناقانونه سیاست دوام دی، نه یوازې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو ښکاره نقض دی، بلکې د ایراني وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ هڅونه هم بلل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د امریکا د بېلابېلو حکومتونو له لوري د ایران په چارو کې د اوږدمهاله جنایتکارانه لاسوهنو تاریخ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران د ستر ملت لپاره د خواخوږۍ ادعا منافقانه ده او موخه یې د عامه افکارو غولول او د ایراني وګړو پر وړاندې د ترسره شویو ګڼو جنایتونو پټول دي.
په دې اعلامیه کې ټینګار وشو چې ایرانیان به د خپلو ستونزو د حل لپاره په خپلمنځي خبرو او تعامل کې هېڅ ډول ناوړه لاسوهنه ونه مني.
همداراز ټینګار شوی چې د ایران پر وړاندې د امریکايي چارواکو ګواښوونکې څرګندونې د سیمې د کړکېچ زیاتولو لپاره د صهیونیسټي رژیم د سیاست په چوکاټ کې ارزول کېږي او د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون به د هر ډول تعرض پر وړاندې چټک، پرېکنده او ټولیز وي. څرګنده ده چې د داسې وضعیت د پایلو بشپړ مسئولیت، چې کولای شي ټوله سیمه لا نوره هم بېثباته کړي، په بشپړه ډول د امریکا پر غاړه دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي «امیر سعید ایرواني»، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د ټرمپ لاسوهونکې او تاوتریخواليپاروونکې څرګندونې وغندلې او د ایران د ذاتي حق پر دفاع یې ټینګار وکړ، چې پکې د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت او د خلکو د ساتنې حق شامل دی.
ایرواني په خپل لیک کې ټینګار وکړ: ایران به خپل حقوق په قاطع او متناسب ډول عملي کړي او د دې ناقانونه ګواښونو او ورپسې د هر ډول تاوتریخوالي د زیاتوالي بشپړ مسئولیت د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه دی.
ژباړه: زماني