-
د یمن حکومت په ایران د امریکې د تیري د پایلو په هکله سخت خبرداری ورکړ
Jun 11, 2026 06:07د صنعا د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چې د یمن د انصارالله ملاتړ ورته حاصل دی، تیره شپه په یوې رسمي بیانیې کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د پوځي بریدونو او تیریدو د دوام په هکله سخت خبرداری ورکړ او دغه اقدامات یې د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره نیغ په نیغه ګواښ وباله.
-
هر ځای چې ایران لازمه وګڼي، په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
Jun 10, 2026 14:28پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ووئيل؛ له امریکا سره د خبرو اترو د دوام بهیر ارزول کېږي، او هر ځای چې د ایران وسلهوال ځواکونه لازمه وګڼي، نو په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
-
د ترهه ګرې امریکا وروستي بریدونه د ملګرو ملتو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده
Jun 10, 2026 14:23پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وروستۍاعلامیې کې وئيل شوي دي،د امریکا وروستي یرغلګرو اقدامات د ملګرو ملتو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده.
-
امریکا ته د عراقچي بیاځلي خبرداری: که غواړئ خوندي پاتې شئ، زموږ له سیمې ووځئ
Jun 10, 2026 06:43پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: «که غواړئ خوندي پاتې شئ، غوره ده چې زموږ له سیمې ووځئ.»
-
بقايي: د ایرانیانو د شتنمیو په غلا کولو کښې د امریکا ویاړ شرمونکی دی
Jun 09, 2026 10:41پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په خپلې شخصي اینټرنیټ پاڼه کښې د امریکا د خزانې د وزیر د څرګندونو د ویډیو په خپرولو سره ولیکل:د ایرانیانو د شتمنیو په غلا کولو ویاړ کول شرمونکی دی.
-
له قرغیزستان سره د صنعتي او معدني همکاریو د پراختیا لپاره د ایران چمتووالی
Jun 07, 2026 14:55پارس ټوډې – د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر اعلان وکړ چې تهران چمتو دی د قرغیزستان په صنعتي پروژو، صنعتي ښارګوټو د پراختیا او کانونو په طرحو کې ګډون وکړي.
-
غریب آبادي: ګروسي په بشپړه توګه د امریکې او لویدیځ په لاس کښې دی
Jun 07, 2026 07:32پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو د زوارت د حقوقي او نړیوالې برخې مرستیال د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د نوي رپورټ په غبرګون کښې وویل: که آژانس غواړي چې د ډیپلماټیکې حل لارې یوه برخه ووسي نو باید د سیاسي دباو په اوزار د فني رپورټ له بدلولو ډډه وکړي.
-
لبنان د خپل حقیقي دښمن له لاسه وژغورئ
Jun 06, 2026 11:32پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: لبنان د خپل حقیقي دښمن له لاسه وژغورئ.
-
د میناب د شهیدو زدهکوونکو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پیغام: په کومه ګناه ووژل شول؟
Jun 06, 2026 11:57پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د میناب د شجره طیبه ښوونځي د شهیدو ماشومانو د ویر مراسمو انځورونه خپاره کړل. دغه ماشومان د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ۹مه د امریکا په جنایتکارانه توغندیز برید کې شهیدان شوي وو. عراقچي لیکلي: «په کومه ګناه ووژل شول؟»
-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.