-
په مېنهسوټا کې ناورین| وروستیو راپورونو ته کتنه؛ پر معترضانو د کیمیاوي موادو شیندل
Jan 24, 2026 12:31پارسټوډې – راپورونه ښيي چې د امریکا د پوځ د څلورم پلي لښکر ځواکونه، په مېنهسوټا ایالت کې د پراخو اعتراضونو له زیاتېدو وروسته، د بشپړ تیارسۍ حالت ته داخل شوي دي.
-
د لوېدیځې اسیا بدلونونه | عراق ته له سوریې څخه د داعشي عناصرو د لېږد په اړه د عراقي لورو خبرداری/ پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو دوام
Jan 24, 2026 12:10پارسټوډې – عراقي سیاسي لورو عراق ته له سوریې څخه د داعشي عناصرو د لېږد په اړه د دې خطرناک اقدام د پایلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
-
سپاه پاسداران: د ایران پر ضد امریکايي–صهیونیسټي ستر پلان ماته وخوړه
Jan 24, 2026 09:23پارسټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان د مرغومي میاشتې ترهګریزې پېښې د امریکايي–صهیونیسټي سترې طرحې یوه برخه وبلله چې موخه یې د ایران د هویتي او جغرافیایي یووالي ټوټه کول وو، خو دا طرحه د امنیتي ځواکونو د هڅو او د ولس د ملتیا په برکت ناکامه شوه.
-
پاکستان کښې ټرافیکي پیښې اته کسان وژلي
Jan 24, 2026 00:00زمونږ خبریال راپور د پاکستان د سیند صوبې په جامشورو سیمه کښې په لویه لاره کښې د ټرک او د موټر ګاډي ترمینځ په ټکر کښې تراوسه اته کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي.
-
عراقچي زلنسکي ته: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده / موږ ایرانيان بلد یو له ځانه دفاع وکړو
Jan 23, 2026 09:34پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له لورې د ایران پر ضد د بېبنسټه خبرو او مداخلهکوونکو څرګندونو په غبرګون کې، هغه ته په خطاب کې وویل: نړۍ له سرګردانه چاپلوسانو ستړې شوې ده.
-
امیرالبحر سیاري: د ایران اسلامي انقلاب د امریکا تشه دبدبه ماته کړه
Jan 23, 2026 09:14پارسټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ همغږي کوونکي مرستیال وویل: اسلامي انقلاب د ایران د ملت په ملتیا امریکا سپکه کړه او د نړیوال استکبار تشه او ظاهري دبدبه یې په بشپړه توګه ونړوله.
-
زاخارووا: د ایران خلکو د دښمنانو پلانونه شنډ کړل
Jan 23, 2026 09:03پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: په وروستیو کې په ایران کې رامنځته شوې ناآرامۍ په ښکاره ډول له بهر څخه مالي ملاتړ کېدې.
-
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
Jan 23, 2026 08:52اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
-
کندهار کې د کور د چت نړېدو پېښه کې ۶ ماشومانو ژوند بایللی
Jan 23, 2026 07:43د کندهار د ډنډ ولسوالۍ «کرز» سیمه کې د استوګنې د یوې خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومانو ژوند بایللی.
-
په داووس کې د راشد الغنوشي د خوشې کېدو غوښتنه وشوه
Jan 22, 2026 10:08په جنیوا کې مېشت د شکنجې د قربانیانو ټولنې د ۲۰۲۶ کال د ډیؤوس د نړیوال اقتصادي فورم له ګډونوالو څخه یوه بیړنۍ غوښتنه وکړه او ترې ئې وغوښتل چې د تیونس د سیاسي بندي شیخ راشد الغنوشي د ژوند د ژغورلو لپاره مداخله وکړي. نوموړی د تیونس د پارلمان د ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۴ کال پړاؤ منتخب مشر او دغه راز د النهضه ګوند مشر دی او له زرو ورځو څخه زیات وخت کېږي چې په بند کې دی.