عراقچي: د جګړې د بشپړې او دایمي پایته رسېدو غوښتونکي یو
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ: ایران د اوربند په لټه کې نه دی، بلکې د جګړې د بشپړې، جامع او دایمي پایته رسېدل غواړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جاپان له کیودو رسنۍ سره په مرکه کې وویل: څو هېوادونه هڅه کوي چې په منځګړیتوب سره جګړه پایته ورسوي او موږ اوربند نه غواړو بلکې د جګړې د بشپړې، جامع او دایمي پایته رسېدو لپاره له هر ډول نوښت څخه هرکلی کوو.
عراقچي څرګنده کړه: د هرمز تنګی مو نه دی تړلی، بلکې پر موږ باندې پر برید کې د ښکېلو هېوادونو پر کښتیو باندې مو محدودیتونه لګولي دي.
نوموړي وویل: ایران له جاپان سره د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو د امکان په تړاو ځینې خبرې پیل کړي دي او تهران چمتو دی له هرمز تنګي څخه د جاپان کښتیو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.
عراقچي وویل: امریکا تراوسه د یوې واقعي حل لارې لپاره خپل اړین چمتووالی نه دی ښودلی.