سردار قاآني: ایران به په جګړه کې حیرانوونکي ولري
پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان وویل: د حق جبهه به هره ورځ د پخوا په پرتله لا پیاوړې او قوي شي او ایران به له امریکا او صهیونیسټي رژيم سره په جګړه کې حیرانوونکي ولري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان سردار اسماعیل قاآني په یوه پیغام کې د مقاومت جبهې رهبرانو او مبارزانو ته ولیکل: له جنایتکارې امریکا او ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم سره په مبارزه کې ستاسو عزیزانو له اخلاصه ډکې هڅې او زحمتونه، د همکارانو د ستاینې لامل شوي او د نړۍ آزادي غواړي مؤمنین یې خوشحاله کړي او دښمنان یې په وحشت او حیرت کې راوستي دي.
نوموړي ټینګار وکړ: نن سبا ټولو ته څرګنده ده چې د مقاومت جبهه ډېر ارزښتناک ظرفیتونه لري چې په مستقیم ډول او په خپل حیکمانه تدبیر او پرېکړې سره د ایران د اسلامي جمهوریت په دفاع کې د جنایت کارې امریکا او ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم پر وړاندې جګړه پیل کړې چې تراوسه یې ډېر اغېزناک عملیاتونه ترسره کړي دي او نورې حیرانوونکي به هم ولري.