-
د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو
Apr 26, 2025 02:35پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
-
په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول
Apr 23, 2025 11:06د رسنیو په حواله، په پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کې په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
-
د هرات د خلکو ۳۰مه چوپه مرسته غزې ته ورسېده
Apr 23, 2025 10:20د هرات د خیریه بنسټونو لخوا فلسطیني وګړو ته دېرشمه چوپه مرسته غزې ته ورسېده.
-
د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله په غزه کې ۳۲ فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Apr 23, 2025 10:03په فلسطین کې ډاکټرانو ویلي چې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې، چې د غزې پر بېلابېلو برخو شوي، لږ تر لږه ۳۲ کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
-
په نیمروز ولایت کې ۱۰ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي
Apr 23, 2025 09:30د نیمروز په ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ دفتر ویلي چې، ۱۰ تنه د انسانانو د قاچاق په تور د خاشرود ولسوالۍ، د زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې او د دې ولایت له عمومي لویې لارې سیمو څخه نیول شوي دي.
-
صهیونیسټي جنرال: تر کله چې اسرائیلیان پټنځایونو ته تښتي، هېڅ بریا به ترلاسه نه شي
Apr 21, 2025 09:40پارس ټوډې - یوه صهیونیستي جنرال ویلي: د غزې پر وړاندې په جګړه کې د اسرائیلو هېڅ اصلي هدف، لکه د حماس له منځه وړل او د بندیانو بیرته راستنېدل، ترلاسه نه شو.
-
پر یمن باندې د امریکا د بریدونو له امله زهرجن مواد سره سمندر ته ورګډ شوي
Apr 20, 2025 11:11پارس ټوډې - په یمن کې یوه وزارت راس عیسی بندر باندې د امریکا د بریدونو د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
-
هیله مند یو چې د عمان د خبرو اترو پایله مثبته وي
Apr 10, 2025 02:29پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک هیله څرګنده کړه چې په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو اترو پایله مثبته وي.
-
امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
Apr 10, 2025 02:05د پاکستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي شرکتونه د دې هېواد په هغو معدني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دي، چې د نړۍ له لویو مسو او سرو زرو زیرمو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره پاکستان د لیتیمو په برخه کې هم غني دی، کوم چې د بیټرۍ جوړولو لپاره اړین دي.
-
په غزه کې ۶۰ زره ماشومان د خطرناکو ناروغیو له خطر سره مخ دي
Apr 10, 2025 01:40پارس ټوډې - د فلسطین روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې ۶۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله، د خطرناکو ناروغیو له خطر سره مخ دي او د خوړو او درملو لپاره د غزې د لارو تړلو دا ستونزې نورې هم جدي کړې دي.