د غزې څومره سلنه ځمکه د کرنې وړ ده؟
(last modified Wed, 02 Jul 2025 07:56:07 GMT )
Jul 02, 2025 12:26 Asia/Kabul
  • د غزې څومره سلنه ځمکه د کرنې وړ ده؟

پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د اسراییلي رژیم جګړې په غزه کې کرنه له منځه وړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ: د تیر مارچ د یوه تحلیل له مخې، د جګړې له امله د غزې یوازې ۴.۶ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده.

د دې راپور له مخې، د کرنې وړ ځمکې په کمښت سره، بزګرانو د خیمو ترمنځ یا د ویجاړو شویو کورونو په کنډوالو کې په لنډمهاله توګه په ځمکو کې کرنې ته مخه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې اسراییلي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه په غزې کې د دوو اصلي اهدافو لپاره جګړه پیل کړه: د حماس غورځنګ له منځه وړل او له سیمې څخه د اسراییلي اسیرانو بیرته راګرځول، خو د دې اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او اړ شول چې له حماس غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۹مه، د حماس او اسراییلي رژیم ترمنځ د یوې موافقې پر بنسټ، په غزه کې اوربند ټینګ شو چې له مخې یې یو شمېر بندیان تبادله شول. خو وروسته اسراییلي رژیم د اوربند د خبرو اترو دویم پړاو ته له ننوتلو څخه انکار وکړ او د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه یې د اوربند په سرغړونې سره، د غزې پر وړاندې خپل پوځي یرغل بیا پیل کړ.