-
په ایران کښې د ټولو ادارو او اړخونو یوزړه توب ویاړمن دی
May 19, 2020 01:44د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د کرونا له راګډیدو سره هممهاله د ایران د ټولو ارګانونو، اړخونو او د خلکو د پرګنو ترمینځ همپالنه او یوزړه توب ډیر ارزښتناک او ویاړمن دی.
-
د کورونا مالومونکی ماسک په جوړیدا دی
May 18, 2020 09:27زمونږ خبریال وايي د امریکا سایئنس پوهانو داسې ماسک جوړ کړی دی چې د بیلابیلو ویروسونو په بڼه کښې رڼا کوي خو دغه ټیکنالوژۍ اوس له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره چمتو کیږي .
-
امریکا له کرونا سره د مقابلې په بهیر کښې کارړنګونه کوي
May 17, 2020 02:16د ایران د خارجه وزارت ویاند امریکا له کرونا سره د مقابلې په لړ کښې د ګډوډي او کارړنګونې لامل وبلله.
-
ایران کښې په کرونا د ککړو ټولو بهرنیو ښاریزو وړیا درملنه کیږي
May 17, 2020 01:34د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه څو ځلې د ایران د دغو انساندوستانه او اغیزناکو اقداماتو قدرونه کړې ده.
-
ایران د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي بدل شوی دی
May 17, 2020 00:54ډاکټر نمکي: د ایران اسلامي جمهوریت له دوو میاشتو په کمه موده کښې د طبي تجهیزاتو له واردونکي څخه د هغو په صادرونکي هیواد بدل شوی دی.
-
کرونائي پړاؤ ختم شوی نه دی،البته د ایران شرائط لاښه شوي
May 16, 2020 10:28د اسلامی ایران ولسمشر دګاډو د کاروانونو په بڼه کې په تهران کې د قدس د ورځې د ترسره کیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، ټاکل شوې ده ، په تهران کې دقدس د ورځې دستورې ، له پيله تر یوه خاص مقصد پورې د ګاډو په کاروان سره او په سبمولیک ډول ترسره شي .
-
په ایران کې په کروناککړڅه دپاسه ۹۳زره کسان ښه شوي دي
May 16, 2020 11:05په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه څلور میلیون شپږ لکه دوه څلویښت زره تنو ته رسیدلی، چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته زره تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو یو میلیون اته لکه کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
نورو هیوادونو ته د کرونائي تجروبو د منتقلولو لپاره ایران چمتووالی
May 16, 2020 07:51د ایران د ښونې اوروزنې د چارو وزیر محسن حاجی میرزائي هم دتیرې پنجشنبې په ورځې د آئسیسکو ادارې دغړو هیوادونو د ښونې او روزنې له وزیرانو سره په بیړني ویډیو ئي کنفرانس کې ، چې له بحرانونو او ایمرجنسیو (یاکوویډ-۱۹) سره په مخامخیدا کې د روزنیزو نظامونو په عنوان سره ترسره شوی ، مسلمانو هیوادونو ته د انټرنیټي یا مجازي ښونې او روزنې د ظرفیّت د وړاندې کولو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د چمتووالی خبر ورکړی .
-
د تهران او کابل ښاروالو له کورونا سره په مقابله کښې د تجربو په انتقال تاکيد وکړ
May 15, 2020 12:58د تهران او کابل ښاروالو د ويډيو کانفرنس له لارې په خبرو اترو کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې په زمينه کښې د خپلو تجربو د انتقال په ضرورت تاکيد وکړ.
-
په ایران کې په کرونااخته څه د پاسه ۹۰زره کسان ښه شوي دي
May 14, 2020 11:32جهانپور همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا د ککړو۷۱کسانو د ژوند له لاسه وتلو ته په اشارې سره وئیلي دي ، له بده مرغه په دغو مړینو سره په ایران کې د کرونا ویروس دقربانیانو شمیر شپږ زره اته سوه څلور پنځوستنو ته رسیدلی دی .