د کورونا مالومونکی ماسک په جوړیدا دی
(last modified Mon, 18 May 2020 09:27:17 GMT )
May 18, 2020 13:57 Asia/Kabul
  • د کورونا مالومونکی ماسک په جوړیدا دی

زمونږ خبریال وايي د امریکا سایئنس پوهانو داسې ماسک جوړ کړی دی چې د بیلابیلو ویروسونو په بڼه کښې رڼا کوي خو دغه ټیکنالوژۍ اوس له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره چمتو کیږي .

له دې مخکې سایئنس پوهانو له شپږو (۶) کلونو هڅو او زیار وروسته دغه ماسک د زیکا او د ایبولا ویروسونو لپاره تیار کړی وو خو اوس پکښې د ځینو بدلونونو په راوستلو سره هغه د کورونا ویروس د مالومولو لپاره جوړیږي .

د دغه ماسک له چمتو کیدا وروسته هرڅوک چې دغه ماسکو واچوي او هغه ته  که ټوخي راشي یا پړنجی ورشي نو له مونوړي ماسک څخه رڼا خارجیيږي او ویروس مالوموي .

که چیرې دغه ماسک رڼا نشي نو مطلب یې دا دی چې نوموړی کس په کورونا ویروس اخته نه دی .