-
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅي لاره بېرته پرانېستل شوه
May 09, 2025 09:34طالب چارواکو خبر ورکړی چې د خرلاڅي لار له اوو میاشتو تړل کېدو وروسته، بېرته پرانیستل شوه.
-
د امریکا د ولسمشر مرستیال وایي، د هند او پاکستان جګړه له دوی سره تړاو نلري او له همدې امله په کې هیڅ مداخله هم نه کوي.
May 09, 2025 03:06هغه وایي، هند برید وکړ، پاکستان ځواب ورکړ، دواړه هېوادونه باید په سړه سینه فکر وکړي، د پاکستان او هند جګړه باید اټومي جګړې ته وانه وړي، که داسې وشي نو ډېر زیان به وشي.
-
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی؛ د پاکستان د PSL پاتې لوبې متحده عربي اماراتو ته ولیږدول شوې.
May 09, 2025 03:01د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، دا ۸ لوبې به بیا مهالویش شي او د دوی د نوو نېټو اعلان به ډېر ژر وشي.
-
پاکستان د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې
May 08, 2025 10:28زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ايي ایس پي ار ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د دغه هیواد پوځ د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې چې د اسرائیلو جوړې دي او له تیرې شپې راهسې پاکستان ته استول شوي وې نسکورې کړي دي.
-
د هند بې پایلوټه الوتکې د پاکستان څلور نور پوځيان ژوبل کړل
May 08, 2025 08:42زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر «ايي ایس پي ار» ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته نږدې د هندوستان د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې څلور پوځيان ژوبل شوي او مهماتو ته یې جزوي تاوان هم رسولی.
-
د افغانستان په پکتیا کې د ستنو شوو کډوالو لپاره د قطري میرمنو په لګښت د ۱۰۰ کورونو د جوړولو کار پیل شو
May 08, 2025 02:25د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار په رباط کمپ کې د کډوالو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د قطري میرمنو لخوا له کابو اتو لکو ډالرو څخه زیاتو لګښتونو سره تامینیږي.
-
د پاکستان دفاع وزیر له هند سره د جګړې د پراخېدو په باب خبرداری ورکړ
May 08, 2025 02:18د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړ، که هندوستان د جګړې په پراخولو ټینګار وکړي، نو د دواړو هېوادونو ترمینځ د اټومي مخامخ کېدو احتمال به زیات شي او مسئولیت به ئې پر هند وي.
-
هیله ده هند او پاکستان په زغم سره د سیمې تاؤتریخوالی کم کړي
May 08, 2025 02:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي په اړه وویل، هیله ده دواړه هېوادونه د زغم له لارې د سیمې تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې کمې کړي.
-
په مشهد کې د امام رضايي کورنۍ تر ټولو لوی جشن جوړېږي
May 08, 2025 02:04د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او د کرامت د لسیزې په مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له قومې مبارکي وائي.
-
عربستان سږکال د حاجیانو د هوساینې لپاره د ډیجیټل خدماتو او مصنوعي ذهانت ټيکنالوجۍڅخه استفاده کوي
May 08, 2025 01:59د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئيلي دي ، د راتلونکي حج موسم لپاره ئې یو پراخ عملیاتي پلان جوړ کړی چې جزئیات به ئې ډېر ژر اعلان شي. دا پلان د مصنوعي ذکاوت( آرټیفیشل اینټلیجنس)، هوښیارو ټیکنالوژیو او ډیجیټل پلیټفارمونو پر اساس دی چې د حاجیانو او زیارتوالو د هوساینې لپاره ډیزاین شوی دی.