په مشهد کې د امام رضايي کورنۍ تر ټولو لوی جشن جوړېږي
(last modified Thu, 08 May 2025 01:04:59 GMT )
May 08, 2025 05:34 Asia/Kabul
  • په مشهد کې د امام رضايي کورنۍ تر ټولو لوی جشن جوړېږي

د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او د کرامت د لسیزې په مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له قومې مبارکي وائي.

د امام رضا (ع) د نیکمرغه میلاد په شپه، د امام رضايي کورنۍ تر ټولو لوی جشن د کلتوري، هنري او ورزشي شخصیتونو په شتون او د مشهد تر ټولو لوئې اورآتش بازۍسره جوړېږي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور  راکړی، د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه میلاد دغه لوي  جشن نن پنشجنبې په مازدیګر څلورو بجو څخه  په مشهد مقدس کې په امام رضا سړک  کې  ، د محمدرضا حسیني او سید جواد هاشمي په اجرا سره  ترسره کېږي.

دا دستورې  به د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت سره پیل شي، وروسته به د ایران ملي سرود او د امام رضا (ع) ځانګړې صلوات ولوستل شي، او سرود ډلې به خپل پروګرامونه اجرا کړي.

Image Caption

 

دا مراسم به د مشهد مقدس په درو  ځایونو (۱۵ خرداد میدان، بسیج میدان او دانش څلورلارې) کې ترسره شي، او ګڼ شمېر کلتوري، هنري او خوراکي موکبونه به د زیارتوالو  هرکلی وکړي. د دغه جشن یو مهم پروګرام د مشهد په تاریخ کې تر ټولو لوی اورلوبې(نور آفشانئ) دي چې د ماښام ۸ بجې به ترسره شي.