-
طالبانو پر افغانستان د لګول شويو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه
Jul 14, 2023 01:40د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا او په کابل کې د یوناما له مرستیال ډینیل انډرس سره په لیدنه کې پر طالبانو د نړیوالو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.
-
ښځې او نجونې د افغانستان پانګې دي
Jul 14, 2023 01:36د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره سرمایه ده.
-
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
Jul 14, 2023 01:35د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې.
-
د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار وشو
Jul 13, 2023 08:32د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وايي، چې د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. نوموړي دغه څرګندونې په ايران هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره په ليدنه کې کړي. نور جزئیات په زموږ د خبریال فضل غني په راپور کې واورئ.
-
د نورستان پوهنتون له مشر سره ځانګړې مرکه
Jul 13, 2023 08:11ګرانو اورېدونکو دا مرکه د نورستان د پوهنتون له مشر حافظ روح الله نجم سره د دغه پوهنتون د فعالیتونو په اړه زموږ خبریال محمد آصف شینواري ترسره کړې، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
له ایران هېواد سره د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو
Jul 13, 2023 07:48دغه تفاهم ليک د چهارشنبي په ورځ هرات ولایت کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پلاوي او ایراني هیئت ترمنځ لاسلیک شو. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واوئ.
-
دبشري حقوقوپه مسله کې د صیهونیسټ رژیم اندیښنه ملنډه ده
Jul 13, 2023 08:56په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په نورو هیوادونو کې د بشری حقوقو د وضعیت په اړه د صیهونیسټ رژیم څرګندونې ملنډې وبللې .
-
په تیرو پنځو میاشتو کې د ۲۷۰ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه شوی ده
Jul 13, 2023 08:28یونیسف نن په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه سازمان یوازې د می په میاشت کې د څه باندې ۶۰ زره خوارځواکي ماشومانو له درملنې سره مرسته کړې ده.
-
ډیورند یوه فرضي کرښه ده نه رسمې سرحد
Jul 13, 2023 02:24په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي چي ډیورند پاکستان سره رسمي سرحد نه بلکې یوه فرضي کرښه ده.
-
افريقايي هېوادونو ته د ولسمشر رئیسي د درې ورځني سفر پيل؛ د ایران ولسمشر کینیا ته ولاړ
Jul 12, 2023 02:58سید ابراهیم رئیسي نن سهار د درېیو هېوادونو د کینیا، یوګانډا او زمبابوې د ولسمشرانو په رسمي بلنه، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د کینیا په لور روان شو.