دبشري حقوقوپه مسله کې د صیهونیسټ رژیم اندیښنه ملنډه ده
په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په نورو هیوادونو کې د بشری حقوقو د وضعیت په اړه د صیهونیسټ رژیم څرګندونې ملنډې وبللې .
په جینوا کې د ملګروملتو په مرکز کې د صیهونیست رژیم استازی د بشری حقوقو په وروستۍ غونډه کې وویل چی دغه رژیم په هغه څه چی د بشری حقوقو خلاف ورزی ، د مخالفانو ځپل اود لږکیو د حقوقو خلاف ورزۍ بولی ، اندیښمن دی .
د پاکستان دولت د صیهونیست رژیم د استازی د تورونو په غبرګون کی ویلی دی اسلام اباد هیڅکله د اسراییلو د نیواکګر رژیم سپارښتنو ته چی د فلسطینانو په ځپلو کې اوږده مخنیه لري ، اړتیا نلری .
په عین حال کی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته په غبرګون کې وویل: د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او تېریو اوږد تاریخ ته په پام سره، پاکستان د بشري حقونو په اړه د دې ظالم رژیم سپارښتنو ته اړتیا نه لري.