قالیباف: د امریکا د سمارټ اوبتلونو پروګرام ناک‌اوټ شو!
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177884-قالیباف_د_امریکا_د_سمارټ_اوبتلونو_پروګرام_ناک_اوټ_شو!
پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لاسته راوړنې په غبرګون کې وویل د امریکا د هوښیارو اوبتلونو پروګرام ناک‌اوټ شو.
(last modified 2026-09-09T08:11:43+00:00 )
Sep 09, 2026 12:39 Asia/Kabul
  •  قالیباف: د امریکا د سمارټ اوبتلونو پروګرام ناک‌اوټ شو!

پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لاسته راوړنې په غبرګون کې وویل د امریکا د هوښیارو اوبتلونو پروګرام ناک‌اوټ شو.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې، محمدباقر قالیباف،په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې په خپل حساب کې د یوه انځور په خپرولو سره په طنزیه ډول ولیکل چې د امریکا تر ټولو پرمختللی هوښیار بې‌پیلوټه اوبتل (UUV) د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک له خوا غافلګیره او ناک‌اوټ شوی دی.

په دغه انځور کې د کمېډيک فضا له جوړولو کار اخیستل شوی، څو د امریکايي تجهیزاتو ترڅنګ د سپاه پاسداران د زړورو ځواکونو ناڅاپي حضور او پر فارس خلیج او د هرمز تنګي بشپړ څار او برلاسی انځور کړي.