-
امریکا او اسرائیل څنګه په ایران کې ګډوډي او بلوا پلان او خوره کړه؟
Jan 12, 2026 10:33پارسټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون په ملی ټيلیويژن کې په خصوصي مرکې کې، په دې خبرې په ټینګار سره چې اعتراض د خلکو حق دی او مونږ پابنده یو د خلکو اعتراضونو ته ځواب ووایو، وویل: ګډوډي، پر عامه ځایونو برید، د جوماتونو سوځول او د خدای د کتاب (قرآن کریم) سوځول، د امریکا او اسرائیلو هغه نقشې او دسیسې دي چې د ایران پر ضد پلان شوې دي.
-
د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د نفوذي ترهګرو د پلان شویو جنایتونو وروستۍ شمېرې
Jan 12, 2026 10:11پارسټوډې – په وروستیو ورځو کې د ایران د خلکو له لوري د اقتصادي وضعیت پر ضد د سولهییزو اعتراضونو له امله، د دې شاهد وو چې بلواګر او نفوذي ترهګر کوڅو او سړکونو ته راووتل.
-
په ایران کې د منافقینو د ترهګریزو ټیمونو د عملیاتو په اړه د صهیونیسټي رسنۍ اعتراف
Jan 12, 2026 09:24پارسټوډې – صهیونیسټي «والا» وېبسایټ په یوه راپور کې په ایران کې په وروستیو پېښو کې د منافقینو ترهګرې ډلې رول وڅېړه او خبر یې ورکړ چې د دغې ډلې فعالې حجرې (هستهګانې) د ایران په ښارونو کې په تخریبي او وسلوالو کړنو کې برخه لري.
-
پاکستان: ټرمپ دې په ایران کې د مداخلې پر ځای، د فلسطینیانو د وژنې مخه ونیسي
Jan 12, 2026 09:01پارسټوډې – د پاکستان دفاع وزیر د ایران په چارو کې د امریکا پر لاسوهنې نیوکه وکړه او له ټرمپ څخه یې وغوښتل چې پر ځای یې په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره اقدام وکړي.
-
د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
Jan 12, 2026 08:56پارسټوډي – په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر سفارت د ایراني ضدعناصرو د برید له امله، په ایران کې د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
-
وسلوالو ترهګرو یوه روغتون ته له خپلو طبي کارکوونکو سره یو ځای اور واچولو
Jan 12, 2026 08:48پارسټوډې – وسلوالو ترهګرو د رشت په ښار کې یو روغتون له خپلو طبي کارکوونکو سره یو ځای په اور وسوځاوه.
-
قالیباف: د خلکو اعتراضونه اورېدل کېږي؛ خو ترهګري به ونه زغمو
Jan 11, 2026 12:47پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس پر باندې په ټینګار سره چې نن سبا د ایران ملت د وسلوالو ترهګرو پر وړاندې کلک ولاړ دی، وویل: د ملت د بریا بهیر به په دغو ورځو کې خپل اوج ته ورسېږي.
-
عراقچي د امریکا په ځواب کې: یوازې توهم، د اور بلوونکو مصونیت دی
Jan 11, 2026 12:30پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن له خوا د «تهران د توهم» ادعا رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران پر ضد اور بلونه به بېځوابه پاتې نه شي.
-
پزشکیان: ایران له عمان سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزو هوکړو د پلي کېدو اراده لري
Jan 11, 2026 10:48پارس ټوډې- د ایران ولسمشر وویل: د عمان هېواد، د سیاسي او کلتوري ژورو اشتراکاتو له امله، د ایران لپاره ځانګړی ځای لري او ایران له عمان سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزو هوکړو د پلي کېدو اراده هم لري.
-
په ایران کې انټرنېټ ولې غوڅ شوی دی؟
Jan 11, 2026 09:54پارسټوډي – په ایران کې د بهرنیو دښمنانو لهخوا د منظم شوو ترهګرو له لورې د تاوتریخوالي، عامه او شخصي شتمنیو د تخریب له زیاتېدو سره، د ایران د امنیتي بنسټونو د صلاحدید له مخې نړیوال انټرنېټ غوڅ شو.