د عربستان په غوښتې سره  پاکستان  په  سوډان د وسلو پلور ودراوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i172236-د_عربستان_په_غوښتې_سره_پاکستان_په_سوډان_د_وسلو_پلور_ودراوه
پارس ټوډې –  پاکستان د سعودي عربستان  په اعتراض پسې  په سوډان د ۱.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلور درولی دی.
(last modified 2026-04-22T09:22:11+00:00 )
Apr 22, 2026 13:44 Asia/Kabul
  • د عربستان په غوښتې سره  پاکستان  په  سوډان د وسلو پلور ودراوه

پارس ټوډې –  پاکستان د سعودي عربستان  په اعتراض پسې  په سوډان د ۱.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلور درولی دی.

پارس ټوډې د  تسنیم خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، د پاکستان  امنیتي او ډیپلوماټیکو سرچینو روئیټرز ته ویلي چې پاکستان د وسلو او جنګي الوتکو د برابرولو  ۱.۵ میلیارده ډالري تړون له  دې  وروسته وځنډاوه چې سعودي عربستان د دغه تړون د لغوه کولو  غوښتنه وکړه او اعلان ئې وکړ چې د دې لګښت به نه تامینوي.

د سوډان د پوځ او د «چټک ملاتړ ځواکونو» ترمینځ جګړې د تېرو شاوخوا درو کلونو په اوږدو کې د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین رامینځته کړی او دا هېواد ئې د بهرنیو ګټو د سیالۍ ډګر ګرځولی دی؛ داسې بحران چې د سره سمندر پر غاړه د دغه هېواد د وېش خطره ئې  زیاته  کړې او دا هم د سرو زرو یو مهم تولیدوونکی هېواد دی.

روئیټرز مخکې د جنورۍ په میاشت کې هم راپور ورکړی و چې دا تړون وروستیو پړاوونو ته رسېدلی و او د سعودي عربستان په منځګړیتوب ترسره شوی و، خو هغه مهال د ریاض له خوا د تمویل یادونه نه وه شوې.دا تړون له هغو څو دفاعي معاملو څخه یو ؤ چې د پاکستان پوځ د تېر کال په مئ میاشت  کې  له هند سره له جنګ وروسته، د خپلو جنګي الوتکو او وسلو سیسټمونو ته د زیاتې پاملرنې له امله پرې خبرې کولې.

سعودي عربستان د پاکستان له نږدې متحدینو څخه دی او تل ئې د اسلام‌اباد د زیانمن اقتصاد لپاره د پورونو او مالي ملاتړ یوه حیاتي سرچینه برابره کړې ده. د دواړو هېوادونو اړیکې د تېر کال د متقابل دفاعي تړون له لاسلیک وروسته لا ژورې شوې دي، چې له مخې ئې پر یوه هېواد برید د دواړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

د سعودي عربستان حکومت، د سوډان وسله‌وال ځواک  او د پاکستان حکومت  تر اوسه پورې د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

  داپه داسې حال کې دي چې  سرچینو وئیلي دي، ځینو لوېدیځو هېوادونو ریاض ته سپارښتنه کړې چې په افریقا کې له نیابتي جګړو څخه ځان لرې وساتي.