عراقچي: ښه پوهېږو د زور زیاتي پر وړاندې څنګه ودرېږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172244-عراقچي_ښه_پوهېږو_د_زور_زیاتي_پر_وړاندې_څنګه_ودرېږو
پارس ټوډي راپور ورکړی – د ایران د اسلامی جمهوریت  د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ایران ښه پوهېږي څنګه له محدودیتونو سره مقابله  او له خپلو ګټو دفاع وکړي.
(last modified 2026-04-22T10:21:36+00:00 )
Apr 22, 2026 14:47 Asia/Kabul
  • عراقچي: ښه پوهېږو د زور زیاتي پر وړاندې څنګه ودرېږو

پارس ټوډي راپور ورکړی – د ایران د اسلامی جمهوریت  د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ایران ښه پوهېږي څنګه له محدودیتونو سره مقابله  او له خپلو ګټو دفاع وکړي.

د راپور له مخې، سیدعباس عراقچي د امریکا له خوا پر تجارتي کشتۍ د برید په غبرګون کې په ایکس چینل کې لیکلي: دي ، د ایران د بندرونو کلابندي یو جنګي اقدام دی او له همدې امله د اوربند  خلاف ورزي بلل کېږي. پر یوې تجارتي کشتۍ برید او د هغې د عملې برمته کول لا ستره سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه: ایران ښه پوهېږي چې څنګه له محدودیتونو سره مقابله وکړي، څنګه له خپلو ګټو دفاع وکړي او څنګه د زور زیاتي پر وړاندې ودرېږي.

داپه داسې حال کې دی چې  د امریکا د و لسمشر ډونالډټرمپ له خوا د اور بند له تمدیدیدا وروسته یو خل بیا د هغه د شاتګ کیسې رابرسیره شوي دي او دا ایران دی چې   اوربند  ته له کومې ګروهنې پرته او  د اسلام اباد د خبرو  اترو په دوهم پړآؤ کې له ګډون  کولو پرته ئې یو ځل بیا پخپل ولس په تکیې سره  ټرمپ شاتګ ته اړ کړی  دی چې پوزه ئې بیا پر  خاورو وموښل شوه.