-
افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید
Apr 14, 2025 07:57د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
-
افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
Apr 12, 2025 06:39د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو حالاتو او پیښو د جاجولو له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، نو هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.
-
خبرو اترو ته د چین د مجبورولو لپاره د ټرمپ هڅه ناکامه ده
Apr 12, 2025 04:04ټرمپ پر چین باندې د تعرفو فشار زیات کړی دی ترڅو بیجینګ له متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته اړ کړي، خو تر اوسه پورې چین په دې مسله کې له متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته لیواله نه دی.
-
پاکستان وایي دغیرقانوني کډوالو وېستل زمونږ مشروع حق دی
Apr 12, 2025 03:47د افغان رسندویو له راپور سره سم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دغیرقانوني کډوالو ایستل د پاکستان مشروع حق دی.
-
اسلامي: د ایران د اټومي ټیکنالوژۍ د محرومولو لپاره د لوېدیځ نقشه ناکامه شوه
Apr 11, 2025 10:33پارس تودی - د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر وویل: د ایران د اټومي ټیکنالوژۍ د محرومولو لپاره د لوېدیځ نقشه ناکامه شوه.
-
د امریکا دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته ورسېده
Apr 11, 2025 04:16د امریکا پوځ بیګا اعلان وکړ چې د دغه هیواد دویمه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسیدلې ده.
-
د ایران د دفاع مرستیال وزیر: ایران لوړ دفاعي توان لري
Apr 11, 2025 04:10د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع وزارت د مدیریت او ستراتیژیک پلان جوړونې د پراختیا مرستیال ا وویل: نن مونږ له ملي، سیاسي او ټولنیز ځواک څخه برخمن یو او زموږ د هیواد دفاعي وړتیا په خپل اوج کې ده.
-
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر پلي کيدو ټينګار وشو
Apr 11, 2025 04:08د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ پلي کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې تخنیکي کمېټې ناسته کړې.
-
د نړیوالو موسسو او مرستندویو هیوادونو استازو افغانستان ته د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
Apr 11, 2025 04:00د تاند خبري سایټ په لیکنه نړیوالو سازمانونو او د مرستو ورکونکو هېوادونو استازو په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) په غونډه کې، افغانستان ته د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې په دغه هېواد کې بشري بحران بیړنیو او دوامداره حل لارو ته اړتیا لري.
-
د کندهار د امنیه قومندانۍ دننه چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل
Apr 11, 2025 03:58کندهار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کښې دننه چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.