امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې بېرته ترلاسه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163680-امریکا_دې_په_افغانستان_کې_پاتې_شوي_وسلې_بېرته_ترلاسه_کړي
د پاکستان  د پوځ مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، ددغه پوځ  اړونده ادارو ،له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې او پوځي  تجهیزات له تور بازار څخه بېرته واخلي؛ یو اقدام چې د اسلام اباد په باور کولی شي   بلوه ګرو  او ترهه ګرو ډلو  ټپلو ته د دغو وسلو د لاسرسي مخه ونیسي.
(last modified 2025-08-23T01:43:33+00:00 )
Aug 23, 2025 06:09 Asia/Kabul
  •   امریکا دې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې بېرته ترلاسه  کړي

د پاکستان  د پوځ مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، ددغه پوځ  اړونده ادارو ،له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې او پوځي  تجهیزات له تور بازار څخه بېرته واخلي؛ یو اقدام چې د اسلام اباد په باور کولی شي   بلوه ګرو  او ترهه ګرو ډلو  ټپلو ته د دغو وسلو د لاسرسي مخه ونیسي.

د تسنیم خبري اژانس   د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر  ویندوي  احمد شریف چوهدري له اکانومیسټ خپرونې سره په خبرو کې ویلي، وروسته له دې  چې امریکائي ځواکونه له افغانستانه ووتل، په دغه هېواد کې د پرمختللو پوځي  تجهیزاتو لویه برخه پاتې شوه چې اوس په تور بازار کې پلورل کیږي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د افغانستان او پاکستان د بلوه ګرو او ترهه ګرو  د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره دا وسلې بېرته واخلي.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې، د دغو  تجهیزاتو ارزښت له ۷ ملیاردو ډالرو څخه زیات اټکل شوی او په دې کې زغره وال ګاډي، پرمختللې وسلې، بایومیټریک وسایل او نوره پوځي ټیکنالوجیکي وسایل  شامل دي.

د پاکستان پوځ ویندوي  د دې غوښتنې تر څنګ د داعش خوراسان پر وړاندې پر ګډې مبارزې هم ټینګار کړی او دا ئې له  امریکا سره د تازه ملګرتیا یوه برخه بللې ده.

خو بیا هم، څارونکي وائي چې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې لا هم  له متقابلې بې باورۍ  سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روان کال په پیل کې د وروستیو ادعاګانو  په ردولو سره چې ګواکې د امریکائي وسلو قاچاق له افغانستانه تور بازار ته شوی، ټینګار کړی و چې په تور بازار کې موجودې امریکائي وسلې په اصل کې د کلونو په اوږدو کې او د امریکائي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو د برابرولو پر مهال د پاکستان د کراچي له بندر څخه غلا شوي دي.

 فطرت یادونه کړې وه چې په تېر وخت کې، کله چې پوځي  تجهیزات د پاکستان له بندرونو افغانستان ته لېږدول کېدل، څو ځله کانڼینرونه مات شوي او وسلې له هغو غلا شوې او د پاکستان په تور بازار کې پلورل شوي دي.