د پاکستان او افغانستان ځینی مهم بدلونونه، په تیرې اونۍکې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې او نۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځينو مهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني پروګرام کې به په پیل کې درته ددواړو هیوادونو په تیرې اونۍ کې دځينو مهمو پیښو په باب لنډه خلاصه وړاندې کړو ، او بیا به مو هم د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې لیدو ته هم رابولوو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
*******************
*/*/*/*/
د افغانستان بوږنونکې پيښه او د ایران دخواخوږئ او همدردئ څرګندونه
*/*/*/*/
په کابل کې د افغانستان،چین او پاکستان د خارجه وزیرانو ناسته
*/*/*/*/
له انګریز استعماره د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۶کلیزې دستورې
*/*/*/*/
د ایران او پاکستان د کرهڼې په برخې کې د ملګرتیا د تفاهملیکونو لاسلیک کیدا
*/*/*/
او له امریکا د پاکستان دپوځ غوښته چې په افغانستان کې له دوي پاتې درستې وسلې او پوځي تجهیزات دې بیرته واخلي،دا ؤ په تیرې اونئ کې ددواړو هیوادونو ځيني مهم بدلونونه ،نو اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د افغانستان د هرات ولایت په یوې بوږنوونکې ټرافیکي پېښې کې د لسګونو افغان ښاریزو په مړینې خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره ئې خواخوږي څرګنده کړه.د افغانستان په هرات ولایت کې دا مرګونې پېښه هغه مهال رامینځته شوې چې د تازه ستانه شوو کډوالو یو بس د تیلو له ټینکر سره ټکر شو. د ټکر شدت د زوروې چاودنې او پراخې اورلګېدنې لامل شو چې د ځائي چارواکو په وینا ۷۶ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپیان شول.دغې پېښې د افغانستان په داخل او بهر کې له ډیرو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او د ایران پشمول ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو په دې اړه د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه په کابل کې ترسره شوه.په دغې غونډې کې درې واړو هېوادونو پر سیاسي،اقتصادي،سوداګریزو او ټرانزیټي ملګرتیاؤ په پراخولو ټینګار وکړ.د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دغې غونډې کې وویل: سیمه د ملګرتیا لپاره ګڼ فرصتونه لري او مونږ باور لرو چې د خپلو هېوادونو په ګټه ترې استفاده کولی شو. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د خپل هېواد او افغانستان اړیکې مخ پر ودې وبللې او وې ویل چې د کابل او بیجینګ ملګرتیا په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې دي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم دا غونډه د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت وباله او له افغانستان سره ئې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پرمختګ هرکلی وکړ او هیله ئې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تعاملات پراخ شي.د غونډې په پاي کې درې واړو لورو د درې اړخیزو غونډو د دوام او د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د عملي موافقو د تعقیب پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنې کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وکړ. اسحاق ډار وویل چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا ته ژمن دی او په دې برخې کې لازمې آسانتیاوې برابروي. د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایکس ټولنیز چینل کې سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، ترانزیټي ملګرتیاوې ، لوي پروژې او د کډوالو موضوع د کابل د غونډې مهمې موضوعګانې وبللې. امیرخان متقي په دغې کتنې کې وویل چې کابل له اسلاماباد او نورو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اساس مثبتې او اقتصاد محوره اړیکې غواړي. هغه د کډوالو په اړه له پاکستانیو چارواکو وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقوقو دضائع کیدو مخه دې ونیسي. دواړو لورو د همغږۍ، ملګرتیاؤ، د ویزو د صادرولو د اسانتیاؤ، د کرهڼیزو محصولاتو د منتقلیدا او د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن آخند په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او ورسره مل پلاوي سره وکتل. دا سفر د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې په چوکاټ کې ترسره شو. په دغې کتنې کې د طالبانو ریس الوزرا د چین د سیمهییزو او نړیوالو ملګرتیاؤ د رول مننه وکړه او وې ویل چې چین تل مثبت رول لوبولی دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: چین د افغانستان د خپلواکۍ او د خلکو انتخاب ته درناوی لري او باور لري چې افغانستان سم لوري غوره کړی دی. مونږ په امنیتي او اقتصادي برخو کې د ملګرتیا لپاره چمتو یو او هیله لرو چې امنیتي ملګرتیا د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي. وانګ یي زیاته کړه چې بیجنګ له افغانستان سره په دوستۍ کې رښتینی او ثابتقدم دی او غواړي امنیتي او اقتصادي ملګرتیاوې پراخې کړي.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د پوځ لوي درستیز فصیحالدین فطرت د انګلستان له سلطې څخه د افغانستان د آزادئ او خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې ټینګار وکړ چې افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی.فصیحالدین فطرت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان خلکو هیڅکله د هیڅ هېواد ظلم او استعمار نه دی منلی او نه به ئې ومني.د افغانستان له انګریز استعماره خپله خپلواکي د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ (۱۲۹۸ هـ ش کال د اسد دمیاشتې په ۲۸) ترلاسه کړې ده.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په کابل کې د اکبر موسیسې له نمیک حیدروف سره په کتنې کې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه د افغانستان په بیارغونې کې د ملګرتیا غوښتنه وکړه.هغه وویل چې د نړیوالو بنسټونو ملګرتیا د افغانستان د بیارغونې لپاره اړینه ده. د اکبر موسسې مشر وویل چې په افغانستان کې د عمومي امنیت له امله د پرمختیائي فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده. د اکبر موسیسې چې په ۱۹۸۸ کال کې په پیښور کې جوړه شوې، یوه ملي، خپلواکه او غیرحکومتي موسیسه ده چې په افغانستان کې د غیر حکومتي موسیسو او تنظیمونو لپاره د معلوماتو تبادلې او چینل جوړونې زمینه برابروي.
ایران او پاکستان د کرهڼې په برخې کې د ملګرتیا دوه تفاهملیکونه لاسلیک کړل چې چورلیز ئې د کرهنې د لومړني ګډ کمیشن جوړول او د نباتاتو ساتنې او قرنطین په برخې کې ملګرتیا ده. ددغو تفاهملیکونو د لاسلیکیدا دستورې د ایران د جهادي کرهڼې د چارو د وزیر غلامرضا نوري او د پاکستان د خوراکي امنیت د وزیر رانا تنویر حسین په شتون کې ترسره شوې. د ایران د جهادي کرهنیزو چارو وزیر وویل چې د ایران او پاکستان د کرهڼې او خوراکي امنیت د ظرفیتونو له امله د دواړو هېوادونو ترمینځ د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره زمینه برابره ده. نوري وړاندوینه وکړه چې د ایران او پاکستان ترمینځ د خوراکي توکو او اړینو شیانو سوداګري چې اوس کابو یو اعشاریه درې میلیارډ ډالره ده، په راتلونکو دوو کلونو کې ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.د نوموړي په وینا، پاکستانی لوري ژمنه کړې چې د کرهڼې او خوراکي توکو په برخې کې خپلې ځینې اړتیاوې له ایران څخه پوره کړي او په مقابل کې به ایران هم له پاکستانه ځینې اړین شیان وارد کړي. د پاکستان د خوراکي امنیت د چارو وزیر رانا تنویر حسین هم ټینګار وکړ چې اسلاماباد د دواړو هېوادونو د کرهڼې او خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې ملګرتیا ته چمتو دی.
د پاکستان پوځ له متحده ایالاتو غوښتي چې په افغانستان کې پاتې شوي وسلې او پوځي تجهیزات دې له تور بازاره بېرته وپېري، دا اقدام به د اسلاماباد په باور د وسلهوالو ډلو ټپلو د لا پیاوړتیا مخه ونیسي. د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له اکونومیسټ خپرونې سره په خبرو کې وویل چې له افغانستانه د امریکائي پوځ له وتلو وروسته په دغه هیواد کې په پراخه اندازه پرمختللي پوځي تجهیزات او سپکې او درندې وسلې پاتې دي چې اوس په تور بازار کې پلورل کېږي. چوهدري صیب ټینګار وکړ چې متحده ایالات باید د افغانستان او پاکستان د وسلهوالو د پیاوړتیا د مخنیوي لپاره دا وسلې بېرته وپېري. د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې، د دغو پوځي تجهیزاتو ارزښت له ۷ میلیارډ ډالرو زیات دی او پکې زغرهوال ګاډي، پرمختللې وسلې، بایوميټریک وسایل او نور پوځي ټيکنالوجیکي شیان شامل دي. څارونکي وائي چې د اسلاماباد او واشنګټن اړیکې لا هم له متقابلې بېباورۍ سره مخ دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل. په دغې کتنې کې د دواړو هېوادونو ترمینځ اقتصادي، سیاسي او امنیتي ملګرتیاوې وڅېړل شوې او د هر اړخیزو سټراټیژیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو. د پاکستان لومړي وزیر د چین د اوږدې مودې اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا ستاینه وکړه او د سوداګرۍ، پانګونې، معلوماتي ټکنالوژۍ، کرهڼې او کانونو په برخو کې د ملګرتیاؤ پر پراخولي ئې ټینګار وکړ او د چین-پاکستان اقتصادي کریډور (سی پيک ) د سیمهییز پرمختګ او د ګاونډیو هېوادونو د نښلولو په برخې کې مهم وباله. د پاکستان ولسمشر د بیجنګ او اسلاماباد اړیکې د خپل هېواد د بهرني سیاست اساس وباله او د دوستۍ او سټراټیژیک شراکت پر دوام ئې ټینګار وکړ. وانګ ئي د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه او د سولې، ثبات او سیمهییز پرمختګ لپاره ئې د ګډو ملګرتیاؤ پر اهمیت ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو اړیکې ئې پر باور، ښه نیک او هر اړخیزې ملګرتیا ولاړې وبللې. دا کتنه د وانګ ئي د کابل په سفر او د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډې کې له ګډون وروسته ترسره شوه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» اعلان وکړ چې له پاکستان سره په سیمه کې د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې کوي او ویې ویل چې د پیکنګ او سویلي اسیا هېوادونو اړیکې هیڅکله د نورو هېوادونو یا درېیم لوري پر وړاندې نه دي او پیکنګ د ټولو سیمهییزو شخړو سولهییز حل غواړي. وانګ یي د چین او پاکستان د شپږم پړاو ستراتیژیکو خبرو اترو وروسته په اسلاماباد کې د خپل پاکستانی سیال «محمد اسحاق دار» سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې دواړه هېوادونه له «اوسپنیزو» اړیکو برخمن دي چې د وخت په تېرېدو سره نور هم پیاوړې کېږي. دواړو لوریو د پاکستان او چین د اړیکو پراخه موضوعات وڅېړل او پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو یې بحث وکړ.
په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سیلاب په دوام کې د وروستیو اطلاعاتو په اساس د خیبرپښتونخواصوبې په بېلابېلو سیمو کې د سیلابونو او ورښتونو له امله څه دپاسه پنځه سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په خیبرپښتونخوا کې بارانونو بیخ بینائي تاسیساتو او سړکونو او ودانیو ته جدي تاوانونه رسولی دی. د پاکستان له ختیځ څخه تر شمال لویدیځ پورې په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو، د سیندونو د اوبو زیاتیدا او مځکو خوئيدو سلګونه کسان بېکوره او ټپیان کړي دي. د پاکستان د ناببره پیښو د ملي مدیریت ادارې اعلان کړی چې په پنجاب، ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او شمال لویدیځ کې زرګونه کسان د سیلابونو او د مځکو د خوئيدو له امله تاواني شوي اوسلګونو کورونه ویجاړ شوي دي. همداراز راپورونه ښئ چې په سند صوبې کې په تیره بیا په کراچئ کې هم ورښتونو اوسیل ډير تاوانونه اړولي دي.
خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدورمه ؤنو تربل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************