-
ملګري ملتونه: هره ورځ څه باندې ۷۰۰ ښځې امېندوارې پورې اړوندو لاملونو له کبله ژوند بایلي
Feb 09, 2026 02:29د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د زېږون ورځ د ښځو د مرګ ډېر ګواښ له ځان سره لري او هره ورځ څه باندې ۷۰۰ مېرمنې د امېندوارۍ او زېږون اړوند لاملونو له کبله ژوند بایلي.
-
ایران په سیمه کښې د مقابل لوري له پوځي چمتووالي هیڅ ویره نه لري
Feb 08, 2026 09:18د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بهرني سیاست او د بهرنیو اړیکو د تاریخ په اولنۍ ملي کنګره کښې وینا وکړه.
-
جنرال موسوي: د سیمه ایز جنګ پایلې د امریکې په غاړه دي
Feb 08, 2026 11:37د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې یې د امریکې په غاړه دي.
-
د تلابیب د واک په سر کې درز لازیات شوی دی
Feb 08, 2026 11:22پارس ټوډی – د صهیونیسټي رژیم د پخوانیو وزیرانو او پوځي قومندانانو تندو څرګندونو د دغه رژیم د لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» پر ضد، یو ځل بیا په تلابیب کې ژور سیاسي او امنیتي اختلافات بربنډ کړي دي؛ داسې اختلافات چې د غزې د جګړې له مدیریت څخه رانیولې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د ماتې د مسؤلیت څخه د تېښتې تر هڅو پورې پراخ دي.
-
کابل کښې د ایران په سفارت کې د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې ونمانځله شوه
Feb 08, 2026 11:06په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار ویلي چې د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د دښمنانو او بدغوښتونکو توطئې به هېڅ پایله ورنه کړي او دا انقلاب به د الهي فضل په برکت خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.
-
د پاکستان د پوځ په بریدونو کښې ۶۱۳ افغانان وژل شوي دي
Feb 08, 2026 10:04په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله شپږ سوه دیارلس افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
-
پزشکیان: د ایران او امریکې ترمینځ خبرې اترې یو مخ په وړاندې ګام و
Feb 08, 2026 09:21د ایران ولسمشر وویل: د ایران او امریکې ترمینځ خبرې اترې چې په سیمه کښې د ایران د ملګرو حکومتونو په تعقیبونې سره ترسره شوې، یو مخ په وړاندې ګام و.
-
د تهران چورلټ ځواب؛توغندي او د یورانیموبډایول سره کرښه
Feb 08, 2026 08:38پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ټينګار وکړ، اسلامی ایران د خپلو توغندیو په باب هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي، ځکه دا یوازې دفاعي موضوع ده.
-
د ایران د فوتسال ملی ټیم د څوارلسم ځل لپاره د آسیائي ملتونو د جام اتل شو
Feb 08, 2026 08:12پارس ټوډې – د ایران د فوتسال ملی لوبډله په یاد پاتیکیدونکي ټيټې هسکې لرونکې پاي لوبې چې آسیائي ملتونو د فوتسال آسیائي جام د کوربه انډونیشیا له ملی لوبډلې سره ئې ډغره وهله، د ۲۰۲۶ کال د آسیائي ملتونو د جام اتله شوه.
-
عراقچي خبرداری ورکړ: د اسراییلو پراختیا غوښتونکې پروژه سیمه ییز امنیت په نښه کوي
Feb 07, 2026 11:14پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: هیڅوک باید غلطه محاسبه ونه کړي: هیڅ سیمه به له قانون څخه هاخوا د عمل کولو اجازې په ورکولو سره باثباته پاتې نشي.