-
په پاکستان کې د ترهه ګرو او امنیتی مامورانو په اخ وډب کې ۳۵کسان وژل شوي
Aug 27, 2024 03:37له تیرو دوو ورځو را هسې په بلوچستان صوبې کې ترهه ګرو اوبیلتون غواړو ډلوټپلو په مختلفو سیمو کې د سړکونو په بندولو سره یوشمیر کسان په بوږنونکي ډول وژلي او دغه راز ئې دعامو خلکو ګاډو ته اورونه هم اچولي دي.
-
په غزې کې د کنډوالو د زیاتیدا په باب ملګروملتو خبرداری ورکړ
Aug 27, 2024 02:47سحاب – په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو دکمیشنرۍ ددفتر مدیر د اسرائيلي پوځ د حملو د دوام له امله په غزې تړانګې کې د مصیبتونو او کړاؤنو اندازه نه بیانیدونکي وبلله.
-
د شهید اسماعیل هنیّه د وینې غچ اخستل قطعي دي
Aug 27, 2024 01:47سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقری د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنّیه د وینې غچ اخستل قطعی وبلل.
-
په غزې کې په هر ساعت او دقیقې کې دانساني حقوقو او نړیوالو اصولو خلاف ورزي کیږي
Aug 27, 2024 01:18د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کې د قطر له لومړی وزیر او د خارجه چارو له وزیر سره په کتنې کې ووئیل، په غزې تړانګې کې په هرې ګنټې او هرې دقیقې کي د انسانی حقوقو او د درستو نړیوالو اصولو اوقواعدو خلاف ورزي کیږي.
-
لویدیځوال دې اسلامی نړۍ ته بشری حقوق نه وریادوي
Aug 27, 2024 00:59د برونائي سلطان حاجی حسن ابولکیاه او د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم په دغې ناستې کې د لویدیځي آسیا سیمې په بوږنونکي وضعیّت او د نیواکګر قدرت په وسیله په غزې تړانګې کې په نسل وژنې او دوامدارو تیریو باندې چې د پراخو مرګ ژوبلو او د انساني غمیزې سبب شوي ، سخته اندیښنه ښودلې او دا اقدامات ئې په سخته محکوم کړي دي. دوي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دوامدارو تیریو او د سیمو د کنډوالو د مخنیوی لپاره دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړي او سیمې ته د دې جنګ جګړو د لاپراختیا مخه ونیسي.
-
روهینګیائي مسلمانان بیرته میانمار ته ستنیدا غواړي
Aug 27, 2024 01:29په بنګله دیش کې د روهینګیا په لسګونو زره مهاجر مسلمانانو غوښتنه کړې چې بیرته دې میانمار د دوي د ستنیدا زمینې برابرې شي.
-
د افغانستان او پاکستان وروستي بدلونونه په تیرې اونۍ کې
Aug 26, 2024 10:42سحاب - د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د دواړو هیوادونو په تیرې اونۍ کې د ځينو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .
-
له یزیدي جبهې سره د حسیني جبهې جنګ او ډغره نه ختمیدونکي ده
Aug 25, 2024 11:57پارس ټوډې - د اسلامی انقلاب معظم لارښود دحسینی اربعیّن په مناسبت د محصیلینو دعزادارۍ په دستورو کې په خپلې لنډې وینا کې له یزیدی جبهې سره د حسیني جبهې جنګ او ډغره نه ختمیدونکي وبلله.
-
د حسینی اربعیّن میلیون لاریون دظلم د ابدی فنا او د حق تل پاتیکیدایوه روښانه بیلګه ده
Aug 25, 2024 10:54د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د حسینی اربعیّن بې مخینې او میلیوني لاریون،د ظلم د ابدی فنا او د حق تل پاتیکیدا یوه روښانه بیلګه وبلله.
-
په افغانستان کې کابو یولک اتیا زره محصیلین په لوړو زده کړو بوخت دي
Aug 25, 2024 09:58د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکوي، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره ۹۹۱ تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او تېر کال ۵۱ زره ۹۵۰ زده کړیالان د هېواد له پوهنتونونو فارغ شوي دي.