د دریو هیوادونو نویو سفیرانو خپل باورلیکونه عراقچي ته وړاندې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155586-د_دریو_هیوادونو_نویو_سفیرانو_خپل_باورلیکونه_عراقچي_ته_وړاندې_کړل
له تهران څخه د چک جمهوریت د سفیر له خدای په امانۍ سره هممهاله د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو خپل باورلیکونه د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ته وړاندې کړل.
(last modified 2024-12-25T23:41:27+00:00 )
Dec 26, 2024 04:07 Asia/Kabul
  • د دریو هیوادونو نویو سفیرانو خپل باورلیکونه عراقچي ته وړاندې کړل

له تهران څخه د چک جمهوریت د سفیر له خدای په امانۍ سره هممهاله د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو خپل باورلیکونه د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ته وړاندې کړل.

له تهران څخه د چک جمهوریت د سفیر له خدای په امانۍ سره هممهاله د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو خپل باورلیکونه د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ته وړاندې کړل.

د ایرنا د خبر له مخې، د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو پرون مازیګر په تهران کښې د خپل ډیپلماټیک ماموریت په پیل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ملاقات وکړ او خپل باورلیکونه یې ورته وړاندې کړل.

همداشان د چک جمهوریت تیر سفیر جوزف ریختار په ایران کښې د خپل سفارتي ماموریت په پاې کښې، پرون مازیګر په خارجه وزارت کښې له سید عباس عراقچي سره کتنه او خدای په اماني وکړه.