-
روان کال په نړۍ کې ۹۴ خبریالان وژل شوي
Dec 17, 2023 01:11د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د روان میلادي کال پر مهال په نړۍ کې تر دې مهاله ۹۴ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
-
۲۰۲۴ کال کې به له هرو درېیوو څخه یو افغان ماشوم سختې لوږې سره مخ شي
Dec 17, 2023 01:02د ماشومانو ژغورنې سازمان وايي چې افغانستان کې څه باندې اته میلیونه ماشومان به راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې د لوږې له لوړې کچې سره مخ وي.
-
افغان طالبانو له ايټاليا څخه د سرطان د تشخيص مرکز جوړېدو غوښتنه کړېده
Dec 17, 2023 00:53د افغان طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد له ایټالیا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص مرکز جوړ کړي.
-
د راسک خونړۍ پیښه او تر شا یې اهداف
Dec 16, 2023 12:38جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې کسانو یې د جمعې په شپه په راسک ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندانۍ یرغل کړی دی.
-
د غزې د جنګ په وړاندې د یوه خولۀ دریځ په باب داروپائي اتحادئې بې وسي
Dec 16, 2023 11:08د اروپائی شورا دوه ورځنۍ ناسته په داسې حال کې پاي ته رسیدلې چې د اروپا د ۲۷ هیوادونو مشران پخپلې پایزې اعلامیې کې د غزې د بدلونونو په باب د دریځ د څرنګوالي په باب سره هیڅ موافقې ته نه دي رسیدلي.
-
د پيښورآرمي پبلک سکول غمیزې نهه کاله تیرشول،خوزخمونه ئې لاهم تازه دي
Dec 16, 2023 07:31د ۲۰۱۴کال د دسمبر په شپاړسمه نیټه وحشي جنایتکارو ترهه ګرو د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په پيښور کې د آرمي پبلک سکول پر بچیانو ناتار جوړ کړ چې پکې کابو دوه نیم سوه ماشومان په وینو کې لیت پیت شول، چې نن ئې نهه کلونه پوره شول ،خو زخمونه ئې لاتازه دي او قاتل هم نامعلوم.
-
د راسک سیمې د جنایت سبب جوړیدونکي به له سزا بچ نشي
Dec 16, 2023 11:36دغه شان اقدامات به د ایران دملت اتحاد او یووالی هیڅکله هم ګډ وډ نه کړي او دغه شان پیّلی او تالی څټي جنایتکار به ډير زر خپل انجام ته ورسیږي.دغه شان جنایتکار غواړي،د سیمې د هیوادونو اړیکې سره خړې پړې کړي او سرحدونه ناکراره کړي، خو دسیمې دهیوادونو په مشورو او نزدیکت سره به ددوي هرډول دسیسې شنډې کړو.
-
دغزې په جنګ کې له اسرائيلو د ملاتړونو په ضد د لویدیځوالو اعتراضونه دوام لري
Dec 16, 2023 09:22اعتراض کونکو د نیواکګرو جنایتونو ته په اشارې سره چې پکې په زرګونو ماشومان او ښځې قرباني شوي شوي دي،په سرو رنګونو سره د ماشومانود سمبولیک تابوتونو په اوچتولو سره د جنګ او تاؤتریخوالي په ضد خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه او اسرائيلی نیواکګرو لپاره ئې د وسلو لیږد په کلکه محکوم کړ.دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره شوې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،امریکا اسرائيلو ته څه دپاسه ۲۲زره ګائيډیډ او غیرګائيډیډ بمونه ورکړي چې د غزې د مظلومو خلکو پر سر غورځول شوي دي.
-
طالبان د افغانستان د هوائي ځواک د ظرفیّت د زیاتولو هڅه کوي
Dec 16, 2023 08:47د هوائي ځواک پراختیا دهیوادونو لپاره ډير لګښت لري ،خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پیلوټانو د روزنې او په دغه هیواد کې د هوائي ځواک دظرفیّت د زیاتولو لپاره هڅه کوي.
-
له هنده د افغانستان د سفارت ډيپلوماټان دریم هیواد ته ځي
Dec 16, 2023 08:17په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ځیني ډيپلوماټان په دریم ثالث هیواد کې د اقامت له ترلاسه کولو ورسته له هندوستانه ووتل.