روان کال په نړۍ کې ۹۴ خبریالان وژل شوي
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د روان میلادي کال پر مهال په نړۍ کې تر دې مهاله ۹۴ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د خبريالانو نړيوال فدراسيون لهخوا په یوه راپور کې ویل شوي چې سږکال د غزې په نښتو کې د خبريالانو د وژنې څه باندې ۷۲ سلنه پېښې ثبت شوي، چې له ۱۹۹۰ کال راهيسې په پوځي جګړو کې د وژل شويو خبريالانو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په راپور کې دا هم ویل شوي چې سږکال په آسیا کې ۷ خبریالان وژل شوي، چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، دامهال په ټوله نړۍ کې ٣٩٣ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د خپلو رسنيزو فعاليتونو له امله په بند کې دي.
له دې سره هممهاله دایکندي کې د نسيم راډيو مدیر مسئول سلطان علي جوادي هم د سرپرست حکومت له لوري نیول شوی او دا مهال په بند کې دی.
د ډایکندي او د سترې محکمې چارواکو ویلي چې، علي جوادي د سرپرست حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو کال بند محکوم شوی.
که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو فزیکي امنیت د پخوا په پرتله زیات شوی، خو یوشمېر خبریالان بیا وايي، اوس دوی د سانسور او د کاري امنیت نشتوالي په څېر نویو ستونزو سره مخ دي.