له هنده د افغانستان د سفارت ډيپلوماټان دریم هیواد ته ځي
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ځیني ډيپلوماټان په دریم ثالث هیواد کې د اقامت له ترلاسه کولو ورسته له هندوستانه ووتل.
په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت ډيپلوماټانو د اکتوبر په ۲۴ نیټه هندي حکومت ته ددغه سفارت دسپارلو او د فعالیتونو ددایمي دریدا خبر ورکړی ؤ. دمګړئ ممکنه ده په هندوستان کې د افغانستان سفارت هغو ډيپلوماټانو ته وسپارل شي ، چې دطالبانو له حکومت سره اړونده وي.
شفقنا خبری آژانس راپور ورکړ، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت دفعالیت ددریدا د خبر له خپریدا یوه میاشت ورسوته د هندوستان خارجه وزیر ایس جي شنکر پرون ناوخته ووئيل،اوس په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت او په حیدر آباد او ممبئ کې ددغه هیواد د کنسولګریو فعالیتونه دباقي پاتې ډيپلوماټانو په وسیله اداره کیږي.
ایس جي شنکر ووئيل، دافغانستان په وړاندې د هندوستان کړچار له خلکو سره ددوستۍ او تاریخي آړیکو او له ملګرو ملتو سره داړونده پریکړه لیکونو په اساس دی .
هندي خارجه وزیر همدرااز دافغانستان د طالبانود حکومت تر څارنې لاندې په افغانستان کې د هندوستان د سفارت دپرانیستې په باب هم ووئيل،یوازې تخنیکي ټيم په کابل کې د انسان دوستۍ د مرستو په هدف سره شتون لري.
هندی خارجه وزیر د نورو هیوادونو په ضد دترهه ګرۍ په ضد د افغانستان له خاورې څخه پر نه استفادې په ټينګار سره روښانه کړه،د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې په وړاندې دهند دریځ دنړیوالې ټولنې د دریځ په اساس دی.