-
۳۱ اسلامي هیوادونو د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
Aug 16, 2025 11:52د ۳۱ اسلامي او عربو هیوادونو خارجه وزارتخانو او سیمه ایزو سازمانونو د «ستر اسرائيل» په هکله د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو څرګندونې په کلکه وغندلې او هغه یې د عربو د ملي امنیت او د سیمه ایزو صلحې خلاف نیغ په نیغه ګواښ وباله.
-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: له اسراییلو د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ له قضایي اخلاقو یوه حیرانونکې سرغړونه ده
Aug 16, 2025 11:30پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر نن شنبه په یو پیغام کې له صهیونیسټ رژیم څخه د نړیوالې محکمې د مرستیالې ملاتړ ته په ځواب کې وویل: د داسې رژیم ملاتړ چې په محکمه کې ګڼې دوسیې لري د نړیوالې محکمې اعتبار کمزوری کوي.
-
د ملګرو ملتو په تور لیسټ کښې شاملیدو ته د حماس غبرګون
Aug 16, 2025 10:53پارس ټوډی – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) نن د جنسي تشدد او وسله والو نښتو په لړ کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي رپورټ رد کړ او د ملګرو ملتو په تور نوملړ کښې یې د دې غورځنګ د نوم د شاملولو فیصله د قانوني نظره نامعتبره او د حقیقت اپوټه وبلله.
-
د ټرمپ او پوتین جنجالي لیده کاته ؛پایله به ئې څه وه؟
Aug 16, 2025 10:46پارستودي – بالاخره له اوږد انتظار او اټکلونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په اړه د جمعې په ورځ، یعني د اګست په ۱۵ ، د امریکا په الاسکا کې سره ولیدل.
-
د حسینی اربعین له زیارتوالو د اهل سنت خدمت کول،د یووالی او یوزړتوب بیلګه
Aug 16, 2025 10:11پارس ټو ډې ؛د ایران د کردستان سیمې د خلکو په تیره بیا د اهل سنتو له خوا د حسینی زیارتوالو میلمه پالنه او د زیارتوالو خدمت کول د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او همدلۍ ښکاره بېلګه ده. هغه وویل، اوس د ټولنې اسلامي یووالي ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده او چارواکي باید د دې ارزښتناکې شتمنۍ ساتنه وکړي.
-
د اسراییلو پوځي شنونکی: تل ابیب د ایران د غچ اخیستنې له وېرې د لوړ پوړو افسرانو لپاره امنیتي ترتیبات بدلوي
Aug 16, 2025 09:22پارس ټوډی - د عبراني ژبې معاریو ورځپاڼې یو پوځي شنونکي د شنبې په ورځ وویل چې نیواکګر پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د وروستۍ جګړې وروسته اړ شو چې د لوړ پوړو پوځي افسرانو د ساتنې ټول مفهوم بدل کړي.
-
په پاکستان کې د سیلابونو او ځمکی ښویدنې له امله ۶۱ کسان مړه شوي دي
Aug 16, 2025 03:49د پاکستان له ختیځ تر شمال لویدیځ پورې په مختلفو سیمو کې سیلابونه، د سیندونو څپې او ځمکې ښویدنې لیدل شوي، چې لږترلږه ۶۱ کسان پکې وژل شوي دي. سلګونه خلک بې کوره او ټپیان شوي هم دي.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په انقره کې غونډه وکړه
Aug 16, 2025 03:02د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په انقره کې له خپل ترکي سیال نوح یلماز سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
-
په غزه کې کابو نهه لکه کسان اوبه او ډوډۍ نلري
Aug 15, 2025 11:03پارستودي: اسماعیل الثوابتې وویل: په غزې کې کډوال فلسطینیان په خورا سختو او غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي؛ د خوراکي توکو ډیر کمښت، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او د روغتیايي خدماتو او سرپناه تقریباً بشپړه نشتوالی د دوي ژوند د بوږنونکي غمیزې ترحده رسولی دی.
-
ایا امریکا د آب وهوا د بدلونونوپه نه منلوسره نړۍله خطر سره مخ کوي؟
Aug 15, 2025 10:54پارستودي: د امریکاحکومت د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې، د چاپیریال د ساتنې قوانینو په لغوه کولو او د آب و هوا د بدلونونو پر وړاندې د مبارزې پالیسیو په کمزوري کولو سره، په حقیقت کې د ددغو بدلونونو له مفهوم سره جګړه اعلان کړې ده.د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې ،د امریکا حکومت د یو لړ جنجالي پالیسیو او پرېکړو له لارې، په اصل کې د آب و هوا د بدلونونو له موضوع سره ډغره وهلې او د چاپيریالي بحران پر وړاندې د مبارزې لاره ئې پرېښې ده.