-
ایران : په ۱۱ میاشتو کې یې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو غیرنفتي صادرات کړي
Apr 06, 2025 03:55د ایران د ګمرکونو د ادارې رئیس وايي چې ایران د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې پورې، افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتې توکي صادر کړي دي.
-
امیر حیدري: دښمن ته به اجازه ورنکړو چې شرارت وکړي
Apr 06, 2025 03:10د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان، د دې خبرې په کولو سره چې مونږ د نړۍ یو له خورا پیاوړو پوځونو یو، وویل: "مونږ به دښمن ته اجازه ورنکړو چې هیڅ ډول شرارت وکړي."
-
سیاسي تبصره: د ټرمپ د تعرفو جنګ ته د نړۍ منفي غبرګون
Apr 05, 2025 11:28د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د نویو تعرفو اعلان، چې د نړۍ نږدې ټول هیوادونه پکې شامل دي، په ټوله نړۍ کې له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. دا غبرګونونه د امریکې د لویدیځو شریکانو لکه اروپایي اتحادیې او کاناډا څخه نیولې تر سیالو هیوادونو لکه چین پورې دي. د ټرمپ له دې اقدام څخه به ټولټال ۱۸۰ هیوادونه اغیزمن شي. البته، روسیه د امریکې د پراخو بندیزونو له امله له نویو تعرفو څخه ایستل شوې ده.
-
د طالبانو چارواکي د ایران د مرستو او د افغان کډوالو د کوربه توب ستاینه کوي
Apr 05, 2025 08:03د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له عمومي رییس سره په کتنه کې د ایران د مرستو او د افغان کډوالو د کوربه توب ستاینه وکړه او ویې ویل چې ایران او پاکستان له تیرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي.
-
حماس: د صهیونیسټانو جنایتونه د نړیوالې ټولنې په تندي د شرم داغ دی
Apr 05, 2025 07:31حماس د نیواکګر رژیم د ظالمانه جنایتونو په وړاندې د نړۍ پر چُپتیا سخته نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې صهیونیسټ دښمن په غزه کې د ټولو ملکي تاسیساتو ویجاړولو ته دوام ورکوي، خو د فلسطینیانو اراده نه شي ماتولی، او دا جنایتونه به د نړیوالې ټولنې په تندي د شرم یو داغ پاتې شي.
-
د آنروا ویاند: ماشومان د غزې د جګړې اصلي قربانیان دي
Apr 05, 2025 06:45د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویاند په غزه کې د بشري وضعیت په اړه په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د غزې د نفوس ۵۱ سلنه ماشومان دي.
-
په غزې کې په یوه ښونځي بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملې کې د ۱۰۰ کسانو وینه وبهول شوه
Apr 04, 2025 02:48پارس ټوډې – خبري سرچینو په غزې تړانګې کې په یوه ښونځي باندې د صهیونیستي رژيم په وحشي ډوله حملې کې څه دپاسه سل کسانو ته مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی.
-
دګاونډیتوب سیاست ته پابندي د ایران لومړیتوب دی
Apr 04, 2025 02:44د ایران د خارجه وزارت د جنوبی آسیا د برخې عمومی مدیر محمد رضابهرامي چې کابل ته په سفر تللی ، د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې ئې له هیرمند څځه د ایران د حقابه او له ایرانه د افغانستان د مهاجرینو د بیرته ستنیدا په زمینې کې د ملګرتیا پشمول ددوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې وکړې.
-
په افغانستان کې د ماینونو ټریجډي؛ترټولو زیات قریانیان ماشومان دي
Apr 04, 2025 02:38د سره صلیب کمیټې په خپل یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د ماینونو او له جنګ جګړو د پاتې مهماتو د چاودنو له امله ۴۳۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه موضوع په دغه هیواد کې د یوه جدی انساني بحران ښودنه کوي.
-
ایران هیچا سره جنګ نه لری،سوله غواړی دی
Apr 04, 2025 01:47د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې که مسلمانان سره یوه بل ته لاسونه ورکړي، نو د فلسطین او غزې د مظلومو خلکو پشمول په ځینو اسلامی هیوادونو باندې دظلمونو او جنایتونو مخه نیوللی شي، زیاته کړه، ډاډمن یم چې اسلامی هیوادونه دیوه بل په ملګرتیا سره په ترټولو ښه شکل سره د سیمې لپاره امنیت او هوساینه ډالۍ کولی شي.